تاند- د بادغیس ولایت له مرغاب ولسوالي څخه ورکړای شوي راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو یو وار بیا په دې ولسوالي کې خونړۍ جګړه پیل کړې او ولسوالي یې محاصره کړې ده.

دفاع وزارت هم په مرغاب ولسوالي کې جګړه تاییدوي، او وايي د دولت وسله والو مخالفانو نن د شپې په دوولس نیمې بجې له څو خواوو حمله پیل کړه.

دفاع وزارت وايي چې د طالبانو حملې تر ډېره پر استوګنو سیمو متمرکزې دي او له همدې کبله امنیتي او دفاعي ځواکونه مجبورېږي چې ځوابي برید ونه کړي او ځان له استوګنو سیمو لېرې کړي.

دې وزارت په عین حال کې ویلي چې مرغاب ته یې کومکي ځواک لېږلی او شدیده جګړه روانه ده.

د ځینو راپورونو له مخې، په دې جګړه کې لږترلږه ۱۳ افغان سرتېري وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي. امنیتي چارواکي د تلفاتو په اړه څه نه وايي.

طالبان د خپلو تلفاتو په اړه د معمول په شان څه نه وايي خو ادعا لري چې ۵ پوستې یې نیولي دي.

دا ډله د ۱۲ سرتېرو د وژلو او ۲۱ د نیولو ادعا هم کوي.

تېره میاشت هم طالبانو پر مرغاب ولسوالي خونړۍ حملې وکړې خو د ولسوالي د مرکز پر نیولو بریالي نه شول.

One thought on “په مرغاب ولسوالي کې سخته جګړه روانه ده”
  1. دفاع وزارت درواغ وایي، پر مرغاب ولسوالۍ بريدونو له تېرو پنځلس ورځو څخه را په دې خوا شروع شوي دي پراخي سيمي، پوستې، وسلې او ګاډي طالبانو نيولي دي، ګڼ شمېر سرتېري يې په شهادت ورسول، تر دوه سوه يې ژوندي نيولي چي ځيني يې خوشي کړي هم دي، د سلو په شاوخوا کي ترکمنستان ته واوښتل چي وروسته د توري غونډۍ بندر څخه بیرته افغان خاوري ته راغلل.
    یوه بله موضوع د یادوني وړ ده چي له مرغاب ولسوالۍ څخه ټول ولسونه وتلي دي، چي دليل يې هم د جګړې څخه په امن پاتېدل او هم د سېلابونو لامله ….
    په ډېر تأسف سره باید ووایو چي حکومت په دې مورد کي هیڅ هم نه دي کړي، حتی د لومړي ځل لپاره کمانډويانو ته سخت تلفات واوښتل؛ ځکه هوايي ملاتړ ورسره ونه شو، یواځي نن د انتن په نوم سیمه يې بمونه وغورځول چي د مخابراتو و ځينو توکو ته يې زيان ورساوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *