تاند- په بغلان ولایت کې د پنجشنبې په ورځ ناوخته د یوې کورنۍ ۱۱غړي په یوه چاودنه کې ووژل شول.

د بغلان د والي ویندوی جاوید بشارت وویل چې په مرکزي بغلان کې د ماین د چاودنې له کبله ملکیان وژل شوي دي.

ده وویل چې په وژل شویو کسانو کې ۵ ماشومان او دوې ښځې دي.

د بشارت په وینا درست وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

دوی په قیصارخېل کلي کې له خپل کوره په موټر کې روان ول چې په لاره کې یې اېښودل شوی ماین وچاودېده.

د مرکزي بغلان اوسېدونکي په خټه پښتانه دي او په دې سیمه کې طالبان ډېر فعال دي. د دې سیمې اوسېدونکي هماغه راز چې په وروستیو کې د ډند غوري او ډ‌نډ شهاب الدین اوسېدونکي بې کوره شول او سخت وځورېدل، له څو کلونو راهیسي له کړاوونو سره مخامخ دي.

د طالبانو د فعالیت له کبله د دې سیمې اوسېدونکي د مرګ ژوبلو د زغملو ترڅنګ له تعلیم او پراختیايي پروژو بې برخې شوي دي.

2 thoughts on “په مرکزي بغلان کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي ووژل شول”
  1. !!!!!ډېر دالله فضل دی ، خدای پاک د چاړه او غوښه کړي دا ټول د پښتنو دوښمنان دي

  2. الله ج دی شهادت قبول کی . اوس به طالبان بی غیرتان بیا انکار کوی چی دا کار دوی ندی کری. الله ج دی افغانان ددی مصیبته خلاص کی. آمین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *