د دوه زره څوارلسم تر نامه لاندې د جګړې او ګډوډۍ د حالت راتلو اوازې زموږ خلک له څه وخته پدې ډېراندېښمن کړل، چې ښایي بیا وطن د جګړې د روانې ناروغانو د لېوني هوس د سړولو لپاره د وژنو، چور چپاول او عزتونو د لوټ کېدو په نړیوال او تاریخي نندارتون بدل شي.
دا اوازه د روانې لویې لوبې ستراتیژي جوړونکو په داسې بڼه طرحه، تبلیغ او د عملي کېدو لپاره یې ورته داسې احتمالي شرایط هم برابر کړل، چې د افغانستان هر وګړی د لوبې پېچلتیا، ګونګوالي او زربدلېدونکو اړخونو ته په کتو سره ترې ووېریده.
هر چېرته دوه زره څوارلسم یاد شو، د وطن د مینې له نعمته ډېر محرومان یا مخکې له مخکې د عیش و عشرت لپاره یې له وطنه ووتل، یا یې ناکامې هڅې وکړې، د ژوند ټول مصنوعي اړخونه د همدې مصنوعي افغانانو په شان متاثر او څومره چې شونې وه، بدل شول.
پدې ډول د لوبې طرحه کوونکو هم نړۍ، هم افغانانو او هم خپلو وطنوالو ته وښوده چې پرڅومره ساده او ارزانه خلکو برابر شوي او ښه لویه ګټه او بریالۍ تجربه به ترې یوسي.
د لوبې تبلیغاتي اړخ او د تبلیغاتو مطابق بحراني کېدونکې وضعې ته مساعد کړو شرایطو هغه پښتو متل پرافغانانو تطبیق کړ، چې وایي: په مرګ یې ونیسه، په درد خپله راضي کېږي.
اوس افغانان په مرګ نیولو نه پس په درد پوره راضي ښکاري، که لوبه هرې خوا ته ځي او د لوبې په مخالفت او پلوۍ تمثیل کړو او ګومارلو عناصرو ته هر ډول نوی رول ورکول کېږي، باید د دوی په شمول یې ولس هم وزغمي، ځکه که له خپلې خوښې پرته نامعلوم راتلونکی چې د ټولې نړۍ د دردونو په وزن درد به دې ولس ته ولرلی شي، دوی بیا هم په مجبور ځان ورته تیار شوي دي.
دا ولس داسې نه و، د دوی ضمیر دا نه منله، دوی د داسې حالتونو خلاف ډېرې سرښندنې کړې وې، خو د هغې علت او برکت دا و، چې د سر سړي یې لرل، معلومې پولې یې لرلې، د دوست، دښمن، ښه او بد د درک ظرفیت موجود و او ډېرنورڅه وو، چې اوس نشته او همداسې کامیاب طرحه شوو لوبو رانه واخیستل.
زما هدف له دې کرښو نه پردې لوبې ویر او خپګان نه و، ځکه زموږ هېڅ فرد ته د خپګاني روحیې ورکولو اړتیا نشته، له دې یادونو او بد حالته د ځان خلاصولو لپاره مې د بدیل موندنې او ورسره د کامیابې مبارزې لپاره د مدافع ځواک جوړولو پیغام هدف و.
موږ که هره لوبه غندو یا ژاړو، نو په نتیجه کې یې باید خپله ملامتي او پکې د خپل سهم سطحه ولټوو، په دې لوبه کې هم موږ ملامت وو، ځکه پر پردي کټ مو باور وکړ، په نېمه شپه یې ترې ښکته کړو او اوس نه پوهېږو، چې له یوې کنډوالې څخه د دنګو ماڼیو په ارمان د پیل کړي مزل بې رهبره کاروان به مو په سوځنده بیدیا کې د کومې بلا وږی نس موړ کړي؟
موږ ته نور داسې پاتې کېدل تر کله پورې، د مرګ او درد له ګواښ او عملي احساس سره زموږ ملاقات تر کله پورې؟
دا پوښتنې باید له ځوان افغان نسل سره ددې وطن واقعي وارثان چې هغه د همدې نسل په افغاني فکر او عمل سمبال کسان دي، په غوڅه او روښانه بڼه مطرح کړي.
دا وطن نور د پردیو ترڅنګ پر نېمه کورنیو او نېمه بهرنیو غلامو کړیو او څېرو د تلپاتې اکتفاء له حالته اېستل غواړي، دا کار د افغانانو په باسواده کېدو او واقعي افغاني ذهنیت سمبالېدو سره کېدای شي.
نهیلي نده ښه، دا ورځ به راځي ځکه دا وطن له ډېرو نورو بدو لوبو او لوبغاړو هم ژغورل شوی دی.
ما شاء الله رغاند صاحب ښه لیکنه مو کړیده:
افغانان هغه قوم دی چی د تاریخ په مختلفو دورو کی د نړی مختلف قدرتونو ته ماته ورکړی دی او دنړی امپراطوران دلته په ګونډو شوی دی او خالی لاس لدی هیواد څخه ستانه شوی دی . شاید داخبره راسره ټول ومنی چی اوړمه ورځ انګلیس دلته مات شو، پرون روس دلته مات شو او نن امریکا دلته د ماتیدو په حال کی او لری نده چی له دی هیواد څخه شرمیدلی ووځی.
ددی خبری څخه دا جوته کیږی چی افغانان ډیر باغیرت او باشهامت خلک دی
خو ددی ترڅنګ یو بل حقیقت هم شتون لری چی زمونږ دا غیرت بیا د پیسو په مقابل کی له منځه ځی، د پیسو په مقابل کی حتی خپل ورور وژنو نور خو پریږده.
د حل لاره:
۱- د غرب او ګاونډیو هیوادونو په پیسو چلیدونکو تبلیغاتی رسنیو بندیز
۲- په خپلو خلکو د ملی احساس ژوندی کول