تاند- د امریکا د فضايي تحقیقاتي ادارې (ناسا) ساینسپوهان د امریکا د پوځ له انجینیرانو سره یوځای د داسي وسیلې په جوړولو کار کوي چې په مریخ کې د ژوند نښې موندلی شي.
د یونایټید پریس خبری اژانس د راپور له مخې، ساینسپوهانو د دې وسیلې لومړنی ماډل جوړ کړی دی.
دا وسیله له هغه سینسر څخه په الهام جوړ شوی چې د امریکا پوځ یې په هوا کې د مضرو کیمیايي موادو، زهرونو او مسموموونکو شیانو د پېژندلو لپاره کاروي.
دا ټکنالوژي رادار ته ورته ده خو د رادیويي څپو پر ځای په هوا کې د موجودو ذراتو د تشخیص او تجزیې لپاره له نوره کار اخلي.
ناسا تر دې وړاندې د فلوروسینټ له لیدر (BILI) څخه د اتومسفیر د څېړلو لپاره کار اخیستی دی.
ساینسپوهان وايي، دا نوې وسیله به په یوه ستوربېړۍ کې نصب او مریخ ته ولېږل شي، په دې سیاره کې به دوړې او لړه سکن کړي. وروسته به دا ذرې تجزیه کړای شي چې د عضوي موادو نښې پکې شته او که نشته.