مریخ کې د هستوګنې کورونو جوړولو لپاره یو هالندي شرکت هڅې پیل کړې دي.
د العالم شبکې په خبر کې راغلي چې یو هالندي شرکت هوډ لري تر څو په داوطلبانه توګه مریخ ته دایمي اوسېدونکي واستوي، اټکل کیږي چې داوطلبان به په ګنبدي ودانیو کې ژوند کوي، همدارنګه نوموړی شرکت په پام کې لري چې راتلونکو پنځو کلونو کې دوه زره کیلو خوراکي توکي مریخ ته واستوي، د دې سفر لګښت د شپږ ملیارده ډالر اټکل شوی دی.
په خبر کې ویل شوي چې تر اوسه شپږ سوه چینایي وګړو په مریخ کې د دایمي هستوګنې لپاره خپل نومونه لیکلي دي،
ویل کیږي چې نوموړی شرکت به په راتلونکو لسو کلونو کې د مریخ په سطح د هستوګنې کورونه ورغوي
د دې پروژې لومړی پړاو کې به په راتلونکو پنځو کلونو کې مریخ ته د یوې ارتباطي ستور بیړۍ په لیږلو سره پیل شي.
مریخ ته به د ستور مزلو لومړۍ ډله داوطلبان په یوه تلویزوني سیالۍ کې وټاکل شي.
aya di Afghanistan la tarpa ba ham par de syale ki gadon kawe