تاند- د افغانستان په ارام ښار مزارشریف کې نن /سې شنبه/ یوې چاودنې لږترلږه ۲ تنه ووژل او تر ۱۰ ډېر نور یې ژوبل کړل.

راپورونه وايي چې دا چاودنه د ورځې په لس کم یوه بجه د ښار په یوه مارکیټ کې وشوه.

امنیتي چارواکي وايي، داسي ښکاري چې برید انتحاري و خو څېړنې روانې دي چې معلومه کړي ایا چاودنه انتحاري وه او که د ځای پر ځای شوي بم.

ګومان کېږي چې په دوو وژل شویو کسانو کې به یو ځانمرګی وي.

د بلخ د عامې روغتیا رييس او شاهدان وايي چې په دې پېښه کې ۱۴ تنه ژوبل شوي دي.

تراوسه پوري د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي او دا هم لا څرګنده نه ده چې د حملې هدف څوک ول.

په مزارشریف کې تر دې مخکې دا ډول پېښه نه ده لیدل شوې.

One thought on “په مزارشریف ښار کې چاودنې ۲ تنه وژلي، ۱۴ ژوبل دي”
  1. اسلام علیکم وروره دیوافغان په صفت زه ستاسو دپانی دیرپخوانی کتونکی یم مکر په دی ایی دی نه ستاسو هر پوست زما دیر خوسیژی زه نن تاسو ته یو رپوت درکوم هیله ده چی تاسو یی په خپله پانه خپورکری ،،په پاکستان کی ضلع مانسهره خاکی کیمپ نمبر پنج اواروند کیمپوکی اوس هغه افغانان او ملایان چی ایی ایس ایی ته خدمت کوی نوی تکتیکی جنگ شروع کری کاغذونه یی چاپ کری او دخلکو په جماتونو اوهغه ملکان پکی گواسوی چی دخپل وطن په طرف کده کوی یانورخلک تشویقوی ددوی نومونه دادی ملانورمحمد کندهاری ملاخان شاه ملاشیرمحمد حاجی اسدالله مومین خیل سمکنی رودوال نسیم قصاب ورسره دسیمی نور ملایان جواجه او شیرخان دخدای په خاطرتول ملت ته یی وروپیژنی دولس زره کورنی یی له خپل وطن نه ایساری کری او تول په خوشی زی خپل وطن ته وسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *