تاند- په مزارشریف کې د ایران کونسل (قونصل) نن /سې شنبه/ د ورپېښې ناروغۍ له کبله په تهران کې ومړ.
ایراني رسنۍ وايي چې په مزارشریف ښار کې د ایران کونسلر سید همایون بزرګ نیا نن سهار د تهران په یوه روغتون کې سا پرې کړه.
ایراني دیپلوماتان له مزارشریف څخه ښه خاطره نه لري، د ۱۹۹۸ میلادي کال د اګست په ۸ مه (د ۱۳۷۷ لمریز کال د اسد په ۱۷ مه) د طالبانو له لوري د مزارشریف ښار له نیولو سره په یو وخت په دې ښار کې د ایران پر کونسلګرۍ حمله وشوه او د هغې ۸ کارکوونکي ووژل شول.
ویل کېږي چې ایراني دیپلوماتان د سپاه صحابه د غړیو له لوري، چې هماغه وخت د پاکستان د استخباراتو له ملاتړه برخمنه ډله وه او په جګړه کې یې د طالبانو ملاتړ کاوه، ووژل شول.
د هغوی د قتل له کبله نژدې و چې ایران پر افغانستان یرغل وکړي.
په مزارشریف ښار کې د ایران د کونسلګرۍ غړیو، چې ویل کېږي اکثره یې د سپاه پاسداران او د ایران د استخباراتي ادارې (اطلاعات) کسان ول، د طالبانو په وړاندې د شمال ټلوالې په تجهیز او ملاتړ کې مهم رول لوباوه.
خو له هغې پېښې شاوخوا ۲۰ کاله وروسته د ایران همدا ځواکونه (سپاه پاسداران او استخبارات) د افغانستان د اوسني حکومت، چې د شمال پخوانۍ ټلواله یې هم برخه دی، او ناټو ځواکونو پر ضد د طالبانو ملاتړ کوي.