تاند- په مزارشریف ښار کې د وحدت او حرکت ګوندونو د وسله والو غړیو ترمنځ په نښته کې لږترلږه ۳ تنه ووژل شول.

شاهدان وايي، په دې نښته کې، چې د پنجشنبې په ورځ د حرکت اسلامي او وحدت اسلامي ګوندونو د دوو قوماندانانو ترمنځ وشوه، د دواړو خواوو څو تنه ژوبل شوي هم دي.

خو د بلخ ولایت پولیس سره له دې چې د ۳ تنو وژل کېدا تاییدوي، وايي چې په نښته کې څوک ژوبل شوي نه دي.

په دې نښته کې، چې په مزارشریف کې د یوه ښارګوټي د پروژې پر سر وشوه، د حرکت ګوند د قوماندان سید عالم دوه وسله وال او د وحدت ګوند د قوماندان ذالفقار یو وسله وال وژل شوي دي.

پر همدغه ښارګي تر دې پخوا د جمعیت او وحدت ګوندونو د پلویانو ترمنځ نښته شوې وه چې په لړ کې یې یو تن وژل شوی و.

د افغانستان څه باندې ۳ ملیون جریبه مځکه وسله والو ډلو او زورواکانو غضب کړې ده.

One thought on “په مزارشریف کې د ښارګوټي پر سر د وحدت او حرکت ګوندونو ترمنځ وسله واله نښته شوې”
  1. په افغانستان کی د شخصی ښارګوټو مبتکرین د دولتی جایدادونو له لاری او دولتی جایدادونه خپلو قوماندانانو او افرادو ته سپارل هغه لوی فساد دی چی ناعاقبت اندیشه جهادی مشرانو د خپل انحصاری اقتدار په وخت کی دی ملت او بیت المال باندی د چور فرمان صادر کړی وی او ددی پر ځای چی دولتی ملکیت وساتل شی د غصب باب یی خلاص کړی ، چی بیا همدا غاصبین وزارت ،ولایت او وکالت، کاذب توان یی موندلی او دا غاصبین د ملت او دولت لپاره نن ورځ لوی مصیبت او د اصلاحاتو د لاری خبیث خڼډونه بلل کیږی،چی مثالونه یی هر ولایت سالمو ادارو او مؤمن خلکو ته مصائب زیږوی او د ام الفساد حیثیت یی غوره کړیدی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *