تاند- د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د افغان ښځو لپاره انترنټ کلب او کتابتون پرانستل شو.

په دې انترنټ کافې او کتابتون کې، چې د جرمني او امریکا په مرسته جوړه شوی، نجونې وړیا کتابونه لوستلی او انترنت کتلی شي.

په کتابتون کې یې حاضردمه ۱۵ سوه ټوکه کتابونه موجود دي.

د بلخ د پوهنې ريیس د جرمني او امریکا له حکومتونو د دې علمي مرکز د جوړولو په خاطر مننه وکړه.

د امریکا حکومت تر دې پنځه کاله مخکې په مزارشریف کې د لینکولن په نوم د کمپیوټر، انترنټ مرکز او کتابتون جوړ کړی و چې څه باندې زر کتابونه یې لرل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *