تاند- اوکراین وايي، په افغانستان کې لوېدلې څرخکه د مولداویا وه او عمله یې اوکرایني ده.
د افغانستان د ملي اردو دا قراردادي Mi-8هیلي کوپتر نن /یکشنبه/ په مزارشریف کې له شاهین قول اردو څخه تر الوتو لږ وروسته د تخنیکي ستونزې ښکار شوه او ولوېده.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویندوی محمد حنیف رضايي وویل چې دا هیلي کوپتر د (مک) شرکت وه او د افغان امنیتي ځواکونو او مهماتو د وړلو راوړلو لپاره په قرارداد نیول شوې وه.
د رضايي په وینا څرخکه نن سهار په ۷ بجې او ۳۰ دقیقې له قول اردو څخه تر الوتو وروسته ولوېده.
ده همداراز وویل چې په دې څرخکه کې د عامه نظم ۴ سرتېري، د ملي اردو ۴ عسکر او ۲ پولیس سپاره ول او ټاکل شوې وه چې هغوی فاریاب ولایت ته ورسوي.
د شاهین قول اردو ویندوی وايي چې په دې پېښه کې د الوتکې د ۱۲ سپرو کسانو له منځه د پېلوټ په ګډون ۳ تنه ژوندي پاتې شوي او روغتون ته رسول شوي دي.
خو اوکرایني رسنیو نن ناوخته د مولداویا د ملکي هوايي چلن ادارې په قول وویل چې دا څرخکه د مولداویا د والان د نړیوال کارګو چارتر کمپنۍ(Valan International Cargo Charter Ltd) اړوند وه.
د مولداویا د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې په هیلي کوپتر کې ۳ تنه عمله سپره وه چې ټول د اوکراین اتباع دي. همداراز ۱۱ افغانان هم په هیلي کوپتر کې سپاره ول.
په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي وو چې ۲ تنه عمله او ۱۰ سپرلۍ مړې شوي دي.