راپور: جاويد واک
مزار شریف
په مزارشریف ښار کې د بلخ ادبي خوځښت لخوا د پښتو غزل ستوري استاد محمد صدیق پسرلي په یاد غونډه جوړه شوه او د استاد روح ته د دعا لاسونه پورته شول.
غزل ستوری په ۱۳۰۷ کال په غزني کې زیږیدلی وو او د مرغومي په ۲۲مه یې د هند په یوه روغتون کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
د ارواښاد پسرلي یادغونډه کې د پوهنتون استادانو، ژورنالستانو او د مزار شریف په ګډون د بلخ له یو شمیر ولسوالیو څخه راغلیو فرهنګي ځوانانو ګډون کړی وو.
د پسرلي مجلې چلونکي او د بلخ ادبي خوځښت مشر ذبیح الله احساس د غزل ستوري مرګ د پښتو ادب لپاره ستره ضایعه وبلله او زیاته یې کړه، چې پښتو ادب به بیا د پسرلي په څېر ډېر کم شاعران پيدا کړي.
نوموړي وویل: (( نه یواځې دا چې پسرلی استاد پښتو شعر او په ځانګړي ډول غزل ته ساه ورکړه بلکې، هغه خپله ټوله کورنۍ د ادب د خدمت په ډګر ودروله، پسرلی هغه څوک وو چې د استاد غضنفر په څېر شتمني يې زمونږ ژبې ته وړاندې کړه)).
احساس وړاندې وویل، چې استاد پسرلي د افغان ادبي بهیر بنسټ کیښود او نن د دغه بهیر وړانګې د لوی وطن هر کونج باندې خورې شوي دي.
جاويد واک د ارواښاد پر ژوندلیک مقاله ولوسته، چې په يوه برخه کې یې د استاد نقل قول داسې ذکر شوی وو:
((داسې ډېر خلك وينم، چې په ډېر كم عمر باندې شعر وايي او ډېر خلك دي، چې تر ډېره عمره يا كاله پورې كوښښ كوي، خو بيا هم يو شعر نه شي ويلاى. زه د دې خبرې طرفدار يم، چې بعضې خلك فطري شاعران دي او په لږ لوست او لږو معلوماتو ښه شيان ويلاى شي، خو بعضې خلكو ډېر تحصيل هم كړى وي، ډېر كوښښ هم كوي، ډېر زحمت هم وباسي، ان داسې خلك مې ليدلي، چې په يوه غزل باندې شپې او ورځې تېروي او بالاخره په ظاهره په غزل كې يې كوم نقص هم نه وي، خو ليكن هيڅ خوند نه لري او دا ځكه چې دى فطري شاعر نه دى)).
د افغانستان د شمال د خبریالانو د انجمن مشر ګلاب شاه باور هم د استاد پسرلي خدمتونه وستایل او زیاته یې کړه، چې د استاد پر اثارو باید څېړنه وشي.
هغه وویل، چې په افغانستان کې د دربدریو او جنګونو باوجود بیا هم استاد د هنر لمن پرینښوده او د ادب په ډګر کې یې مزل وکړ.
د يادونې وړ ده چې په دغه غونډه کې د ارواښاد پسرلي شاعري هم ولوستل شوه.