راپور: بریالی جلالزی –
د تلې په لومړۍ نېټه (سه شنبه)، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ”افغان کلتور نړيوالې ورځې“د نمانځنې په موخه د بلخ ادبي خوځښت په بلنه، د افغانستان د بېلابېلو قومونو لسګونه ځوانان او مشران سره راټول شوي و، چې نږدې ۳۰ سلنه يې نجونې وې.
ځوانانو (هلکان او نجونو) ملي جامې اغوستې وې، اتڼونه، قرصک نڅا، پهلواني، شعرونه او پر بېلا بېلو ژبو د سندرو ویلو له لارې يې د افغان کلتور ځينې اړخونه نندارې ته وړاندې کړل.
بلخ ادبي خوځښت، چې د بلخ پوهنتون په مرسته او د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ يې ياده غونډه جوړه کړي وه، له دولت په ځانګړې توګه له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه يې وغوښتل، چې له دې وروسته دې د تلې لومړۍ ورځ/23Sep د ”افغان کلتور“ نړيوالې ورځې په نامه هر کال ونمانځل شي.
ياده نمانځنه کې له ویناوو وروسته د بلخ پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د استادانو لخوا د افغان کلتور اړوند په پښتو، دري او ازبکي ژبو مقالې وړاندې کړای شوې
تر علمي مقالو وروسته د جامو ننداره، اتڼونو، پهلواني، قرصک نڅا، شعرونو او د بېلابېلو ژبو موسيقي غونډه لا خوندوره کړه او د ګډونوالو ترمنځ يې شور او زوږ وار په وار ډېراوه.
په غونډه کې د پښتنو ځوانانو لنګويو او له سپينو جامو سره چرميي واسکټونو او د ازبکي سرو او شنو چپنو د سلګونو برخوالو پام ځان ته اړولی و.
غونډې ته تر ننوتو وړاندې د هفت قلم په نامه د بلخ د انځورګرانو د ټولنې لخوا د افغان کتلور اړوند ايښي انځورونو د هر برخوال پام ځان ته اړوه او د ګډونوال په زړه کې به يې د غونډې تلوسه لا زیاتوله.
د بلخ ادبي خوځښت مشر ذبیح الله احساس د يادې غونډې په پرانيسته کې وويل، چې د دې ورځې له نمانځنې څخه يې موخه د افغان په نامه د افغانستان د بېلا بېلو قومونو د پيوستون دی، چې د يو ملت په نامه سره نږدې ژوند وکړای شي.
نوموړي زياته کړه، چې د افغان کلتور د نړيوالې ورځې په نامه په ياده نمانځغونډه کې د بلخ ولايت نږدې ټولو ميشتو قومونو برخه اخيستې وه، چې د افغان ملت ستر تصوير يې وړاندې کړ.
هغه د غونډې د جوړولو په برخه کې له بلخ پوهنتون له ملاتړ او د اطلاعات او فرهنګ رياست له همغږۍ مننه وکړه.
احساس د بلخ پوهنتون د محصلينو يادونه وکړه، چې په خپل ګډون يې نمانځنې ته ښکلی رنګ ورکړ.
د بلخ پوهنتون ريس پوهندوی مکمل الکوزي يادې نمانځغونډې ته وينا په ترڅ کې له ځوانانو څخه د افغان کلتور د نړيوالې ورځې د نمانځنې ستاینه وکړه.
نوموړي زياته کړه، چې تېرو جنګونو افغانان ارام ژوند ته نه و پرې ايښي، له دې وروسته بايد د افغان کلتور د بېلا بېلو برخو د ساتنې لپاره د مدني ټولنو تر څنګ دولت هم جدی کړنې تر سره کړي.
د بلخ د اطلاعات او کلتور ريس صالح محمد خليق د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغان کلتور د نړيوالې ورځې نمانځنه د افغانانو لپاره ستره لاس ته راوړنه وګڼله.
نوموړي زياته کړه، چې افغانستان د بېلا بېلو قومونو په لرلو د سيمې په کچه غني کلتور لري، چې بايد د ورته نمانځنو له لارې وساتل شي.
ذبيح الله احساس رسنيو سره په خبرو کې له افغان دولت او په ځانګړې توګه له اطلاعات او کلتور وزارت څخه وغوښتل، چې له دې وروسته هر کال په رسمي توګه د تلې لومړۍ نېټه د افغان کلتور د نړيوالې ورځې په توګه ونمانځل شي.