تاند- وسله والو طالبانو په مزارشریف ښار کې د جرمني پر کونسلګرۍ په برید کې لږترلږه ۶ تنه وژلي دي.

په بلخ کې د امنیتي چارو مشر عبدارازق قادري رسنیو ته وویل، د شپې په ۱۱ بجې او ۱۰ دقیقې د کونسلګرۍ په دروازه کې موټر بمي حمله وشوه.

په دې پېښه کې ۱۱۵ نور ژوبل شوي دي. د بلخ د روغتون مسوولان وايي چې د ۴ تنو مړي روغتون ته رووړل شوي چې ۲ یې ملکیان دي او دوه نور نه پېژندل کېږي.

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د دوی انتحاریان کونسلګرۍ ته ننوتي خو چارواکي یوازې د چاودنې خبره کوي.

پولیسو سیمه سمدستي محاصره کړه.

د   طالبانووو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا برید یې د کندوز د وروستۍ بمبارۍ په بدل کې کړي چې تر ۳۰ زیات ملکیان پکې ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *