شاپور رحماني
د يوې څېړنې له مخې، چې په ۲۵ کلنو کې له مراکش تر پاکستانه په اسلامي هېوادونو کې ترسره شوي، ښيي چې که چيري منځی ختيځ با ثباته نشي نو يو خراب نسل او سخت راتلونکي يې اتتظار کوي.
دا څيړنه زياتوي چې (له مراکش تر پاکستانه) په هغو هېوادونو کې چې اکثريت يې مسلمانان دي او د جګړو او ورانيو له کبله زيانمن شوي د ځان وژنې، قتل، جنسي تيريو او رواني ستونزو کچه پکې لا هم مخ په بره روانه ده.
دغه څيړنه په تېرو ۲۵ کلنو کې د ځان وژنې او د نورو په لاس د قتل کچه مخ په بره ښيي. يوازې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې شاوخوا ۳۰۰۰۰ تنو ځان وژنه کړې او کابو ۳۵۰۰۰۰ کسان د نورو په لاس وژل شوي دي چې د ۱۹۹۰ کال په نسبت يو او يو نيم برابره زیاتوالی پکې راغلی دی.
البته دغو ارقامو کې د هغو هېوادونو د قتلونو او ځان وژنو ارقام شامل نه دي چې عملاً په کې جګړه روانه ده لکه عراق، سوريه، يمن، افغانستان او نور…..
دا څېړنه چې د واشينګټن پوهنتون د (IHME) انسټيټيوټ د څيړونکو له لورې ترسره شوې ښیي چې د عامې روغتيا په نړيوال ژورنال کې د خپروو شوو ارقامو له مخې په عين وخت کې د نړۍ په نورو برخو کې د ځان وژنې قضيې ۱۹٪ سلنه او د قتل قضيي ۱۲٪ سلنه راکمه شوې ده.
د دې څيړونکو موندنې د يو شمېر رواني ستنونز لکه: ژور خپګان، تشويش، فکري انحلال او چايزپرينيا (Schizophrenia) د زياتوالي ښودنه کوي. (چې ژور خفګان او انديښنه په کې تر ټولو زياتې وې)
د دې څيړنې مشر ليکوال او د منځنۍ ختيځ لپاره د (IHME) انسټيټيوټ مدير ډاکټر علي مقداد وايي: (شديدې او پراخې جګړې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو يو ناسالم نسل رامنځ ته کوي نوموړي زياتوي: کچيرې دا سيمه با ثباته نشي نو د منځنی ختيځ راتلونکی «تکه توره» ده.
دوي وايي په عراق، يمن او سوريه کې جګړه نه يوازې د مرګ ژوبلو په شمير مستقيمه اغيزه لري بلکې دا چې نوي نسل د جګړې تر بوږنووکي سيوري لاندې را لوييږي نو د وقايه وي روغتيايي خدمتونو نه شتون او خوارځواکي به د راتلونکي نسل په رواني صحت هم منفي اغيزې وکړي.
يمن کې د غذايي موادو د کمښت ستونزه تر ټولو زيات وه چې ۳۶ سلنه وګړي يې له لوږې سره مخ دي. ( دا د ۲۰۱۵ کال ارقام دي، اوسمهال دا شمير تر ۶۰ سلنو هم لوړه ده. ژباړن)
له دې سره سره، په سيمه کې د راوني روغتيا مسلکي کارکوونکو ته اړتيا هم مخ په زياتيدو ده تر څو له جګړې او غربت ورسته راپورته شوي ستونزې په نښه کړي. په سيمه کې زياتره هېوادونه د هرو دوو لکو کسانو لپاره يوازې يو ۱ ارواپوه لري په داسې حال کې چې په اورپا کې د هر دولکو کسانو لپاره ۸۰ ارواپوهان موجود دي.
دغه څيړنه کې د (Global Burden of Disease & Risk Factors) کلنۍ احتمالات کارول شوي او د مديترانې سمندر ختيځې برخې کابو ۶۰۰ ميليونه انسانان يې تر څيړنې لاندې نېولي دي چې د افريقايي هېوادونو، منځنۍ ختيځ، پاکستان او افغانستا په شمول په کې ۲۲ هېوادونه شامليږي.
دغه جغرافيه د څو لسيزو لپاره د مختلفو جګړو شاهده ده چې د اټکل له مخې پکې يوازې په ۲۰۱۵ کې ۲۰۸۱۷۹ تنه د جګړو قتل او ځان وژنې له کبله تلف شوي چې له هغې جملې يوازې ۱۴۴۰۰۰ يې د جګړې له کبله دي.
که څه هم د جګړو په سيمو کې د وضعت د خرابوالي له کبله د مرګ ژوبلې دقيقه شمېره نه تر لاسه کيږي او ډيری وخت د مرګ ژوبلې خورا کمه شميره ثبت کيږي.
ډکټر مقداد زياتوي: يوازې جګړه او ورسره اروايي بې نظمي ددې سيمې لپاره د خطر زنګ ندی بلکې په دې ورستيو کلنو کې د ځينو هېوادونو روغتيايي لاسته راوړنې له ځنډ سره مخ شوي او يو شمير روغتيا يي ستونزې چې يو وخت تر کنترول لاندې وې اوس يې بيرته سرونه راپوته کړي دي. دا څيړنه ښايي ددې سيمې راتلوونکی په خطر کې دی.
څيړنه وايي: حتی د سيمې يو شمير بډايه هېوادونه به هم په مستقيم يا غير مستقيم ډول د نړيوالې تودوخې او د اقليم د بدلون له کبله زيانمن شي. همداشان يو شمير هېوادونه د اوبو دکمښت، د خرارت زياتيدونکي درجې او د شګو د طوفانونو له کبله له محيطي ستونزو سره مخ دي او د هوا ککړتيا هم هغه ستونزه ده چې بايد چاره يې وشي.
څيړنه وايي چې د عربو په متحده اماراتو، قطر او عمان کې ټرافيکي پيښې دوهمه هغه پديده ده چې له امله يې ۲۰۱۵ کال کې په لويه کچه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.
په ټوله کې د چاغښت ستونزه هم په منځني ختيځ مې د ۱۹۸۰ کال په پرتله ۳۶ سلنه لوړوالی ښايي، په قطر او کويټ کې دا ستونزه حتی ځانه ته د يوه عادت بڼه خپله کړې ده.
د ماشومانو د مړينې کچه هم په دغو ۲۲هېوادونو کې د نړۍ په پرتله خورا لوړه ده، سوډان، پاکستان او افغانستان د ماشومانو لپاره په لسو ترټول ډيرو خطرناکو هېوادونو کې راځي. د نړۍ د ماشومانو ۸۰٪ مړينه په افغانستان، پاکستان، سوډان، جنوبي سوډان، سوماليا او يمن کې رامنځ ته کيږي.
(په دې معنا چې په پاتې ټوله نړۍ يوازې شل سلنه ماشومان مري خو په دغو شپږو سپږو هېوادونو کې دغه کچه اتيا سلنه ده. ژباړن)
دا څيړنه همدا شان په ډاګه کوي چې په درييو افريقايي هېوادونو (سوماليا، سوډان او جيپيټي (Djibouti)) کې د ايډز يا HIV له امله د مرگ کچه لس چنده زياته شوې.
د دې څيړنې په پای د (IHME) انسټيټيوټ مرستيال پروفيسر (Charbel El Bcheraoui) له قوله ويل شوي چې ددې سيمې د ايډز لرونکي ناروغان د نورې نړۍ په پر تله ژر مري او دا ددې ښودنه کوي چې د دغو نارغانو درملنه په سمه توګه نه تر سره کيږي په داسې حال چې په اوسني عصر کې ايډز ناروغۍ له په اسانۍ سره د کنټرول وړ ده.
هغه هېوادونه تر څيړنې لاندې نېول شوي دا دي:
- افغانستان
- ايران
- مصر
- بخرين
- جيبوټي
- عراق
- سعودي عربستان
- کويټ
- ليبنان
- ليبيا
- مراکش
- عمان
- پاکستان
- فلسطين
- قطر
- يمن
- سوماليه
- سوډان
- سوريه
- تنزنيا
- د عربو متحده امارت
- اردون