په مسکو کې د خلکو دوستۍ پوهنتون د نړیوالو اړیکو د دوهم کال محصل اسدالله نوري د ایلیزاویتا پاولوفا په ملتیا خپل پرزنټنشن ( افغانستان “پرون او نن” ) د ژبې پوهنځي په کلني ګردي مېز کې ګډونوالو ته وړاندې کړ.

په پرزنټشن کي د افغانستان په اړه معلومات (افغان تاریخ، ځمکنۍ بشپړتیا، کلتور، “الماس کوه نور” څنګه افغانستان ته راوړل شو او په ۱۷۶۴ کال د افغان حکومت له لورې د لوی احمد شاه بابا لخوا د افغانستان او روسيې ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ لومړنی قرارداد لاسلیک) برخه والو ته وړاندې شول.

1دغه ګردی مېز هر کال د یوشمېر هېوادونو ترمنځ ترسره کیږي، چې هر هېواد په خپل تاریخ، هنر، حکومتوالی، کلتور او نورو جالبو موضوعاتو لېکنې او پرزنټشنونه ګډونوالو ته وړاندې کوي.

د پرګرام په وروستیو شېبو کې بل افغان محصل محمد ابراهیم هم خپل پرزنټېشن چې د رستم تخت په هکله و وړاندې کړ.

په سږني ګردي مېز کې ۱۷ هېوادونو برخه لرله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *