کله چې عطامحمد نور او محقق ویناوې وکړې د طالب پلاوی غوسه راوپارېده او له روسيکوربنو یې وغوښتل چې دوی له نورو افغان مېلمنو جلا کړي.
امیرخان متقي د عطامحمد نور تر وینا وروسته په تونده لهجه کرزي او د هغه همسفرو ته وویل: لومړی خپل مینځ کې همغږي شئ، چا رالېږلي یاست، د چا استازولي کوی او څه غواړی ووایاست؟
عطامحمد نور غوښتل د مسکو د تېرې غونډې په نسبت چې افغانستان ته له راستنیدو سره خلکو زیات نقد کړ، داځل عاطفي نقش ولري، مصلحتي تمثیل وکړي او طالبانو ته وښيي، چې جګړه کې دوی بې طرفه دي، د طالبانو په مرګ د سربازانو په اندازه خواشینی دی او د اعتماد فضا ایجاد کړي، خو طالبان د پخوانیو مجاهدینو د یو برحال قوماندان داسې خبرو اورېدو وقهرول، طالبان اوس هم پخوانیو جنګسالارانو او په ټوله کې د کرزي ډلې ته د افغانستان د بحران د غځوونکو په نظر ګوري او بدګمانه دي.
دغه ناسته ظاهراً د افغانستان او مسکو د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په مناسبت په تشریفاتي بڼه جوړه شوې وه، خو روسانو اساساً وغوښتل له دې ناستې تر دیپلوماسۍ ډيره د امریکا او افغان دولت پروړاندې د خپل اهمیت د مانور په توګه کار واخلي.
طالب پلاوي ته د یوې جنګي ډلې په نسبت د یو برحال دولت د استازو په شان پروتوکول ورکړل شو، د افغانستان په کشاله کې ښکیل دوه مشهور روسي چارواکي د بهرنیو چارو وزیر سرګي لوروف او د پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف پکې حاضر ول.
د غونډې په حاشیه کې لوروف د طالب پلاوي مشر او د طالبانو تحریک د مرستیال سره ۍخانګړې ناسته وکړه او د بهرنیو ځواکونو په مکمل وتلو او د نشي توکو د قاچاق په مخنیوي یې اوږدې خبرې وکړې.
د غونډې تالار هماغه و، چې څه مهال وړاندې پکې د افغان د سیاسیونو او طالبانو ترمینځ د روسي حکومت په کوربتوب پکې غونډه شوې وه، د کرزي څوکۍ په هماغه موقعیت ایښې وه او نور ګډونوال هم اکثر یې د تیرې غونډې غړي وو، خو له ورایه ښکارېدل چې دا ځل د طالبانو او د کرزي په شمول د پځوانیو سیاسیونو روابط صمیمانه نه ول.
MY DEAR AFGHANS LETS BECOME UNITED/ DO NOT WISH OF PEACE FROM ANIMALS.JUST
SUPPORT STRONGLY AFGHAN DEFENSE FORCE.POLICE.STAY CONNECTED WITH GOVERNMENT.
OUR VICTORY ON ENEMY IN THE UNITY OF OURS.
TALIBS ARE MULTI FACE LIKE PAKISTAN ONE FACE TO USA and OTHER FACE TO OTHERS.
ALWAYS BE GREAT AFGHANIS————————————————————————–TAN.
THANK YOU
تیر ځل ملا سپین رخچینی ته ولاړی د سپین کمیسی خبرنګاری ښځی لمنه لږ غوندی اوږده وه او دا ځل لنډه ښکاری بناً ددی غونډی مثبتی نتیجی ته هیله به یوه بیځایه هیله وی
تر شوخی وروسته
طالب هیئت کولای سوای د ناستی د سالون د څرنګوالی مثلاً ښځینه خبرنګارانو د مناسب لباس، په مجموع کی د یوی افغانی کلتوری فضاء د ایجاد پخاطر په ډیپلماټیکو چنو او روِش د طالب د شأن سره سم پروتوکول رامنځته کی چی ممکن یا طالب غفلت کړی وی یا ئې په دی هکله غوښتنه نه ده منلی شوی
امّا اصلی خبره
څلویښت پنځوس کاله مخکی به کله چی یو ځوان د روشنفکری( غالباً چپی افکارو) حمام ته داخل سو نو د لومړنیو کیسی او صابون او سنګ پای او کُټوری د ږغونو د ترکیب څخه به ئې دا سرود تر خوله را وایست
که دی څلویښت کاله مخکی یو چا ته ویلی وای چی یو وخت به اوسپنه( منظور ئی طیاره وه) الوتی وی نو درته ویل ئی چه دا څه وائی کافر سوی
عجب خوندوره ننداره ده زموږ په سیمه کی د روان تئاتر
البته د نړی د نورو برخو د تئاترونو مزه هم بده نه ده
کاشکی همهغه ځوان (چی نن به نو ځوان نه بلکه ځوړند وی) د عجیبو پیښو (چی دا ځل ئی د مقیاس آله روشنفکری نه ده )حمام ته یو ځل بیا سر ور دننه کی او دا سرود واوری چی
که دی څلویښت پنځوس کاله مخکی یو چا ته ویلی وای چی یو وخت به د مارکسیزم او تاریخی ډیالکتیک د استادانو او مخکښانو د زیارتونو! په دوه سوه اتلس متری فاصله کی د مارکسیزم درانه دښمنان او د شوروی قصابان او سلاخیان د مسکو د رسمی مقاماتو درانه میلمانه وی
نو ئی
حتماً
د علی آباد د ناروغتون د امبولانس څانګی ته فوری زنګ واهه او دا کس ئې روغتون ته سپاره او د کافر ( البته د روشنفکری د مسلک کافر) ټاپه ئی پر نس ور لګوله. امّا د شوروی افغان د سلمی کلیزی د لمانځلو پخاطر یوه لنډه څرګندونه
د شوروی هیواد یو ستر او غنی او د کرَرک بازی یا ووایو کُشتی په نړیوال کی ډګر کی یو مطرح بازیګر ؤ او د ډیرو مسابقو د ګټلو ادعا ئی درلوده خو ستونزه ئی داوه چی ګومان ئی کاوه د کُشتی لپاره فقط همدا چاغښت او دروند وزن لوی رول لوبولای سی خو خبر نه ؤ چی یوازی دروند وزن کفایت نه کوی چی په څنګ کی ئی درانه ماغزه په کار ونه لویږی، دا کُشتی ګیر زموږ ګاونډ ؤ وبخښی موږ ئی ګاونډ واستو، زموږ مور یعنی وطن ته ئی خور وایه کومه ورځ شیطان (البته ستر شیطان) د احتلام سره مخامخ کړ کله چی له خوبه راپاڅیدی بیا هم شیطان تیر ایست او غوښتل ئی چی احتلام ته رښتینی حالت وبخښی نو ئی پر خپلی خور تجاوز وکړ چی البته ددی تجاوز نتیجه داسوه چی د خپلی مور دوولس کُنجه او برداره پوړنی ئی د روزګار د قیچی یا غچی د غچ ښکار سو او نن ئی په لمن کی د نړیوال امپریالیزم او زاړه استعمار شاګردان نازونه کوی
دا وه د یوی کومیکی تراژیدی یوه وړوکی او مختصره برخه چی ومولوستل.
ځینو خلګو ته د بیکاری له وجی ځینی کاږه واږه فکرونه پیدا او دوی لوټی سره جنګوی خو ماته د ډیری ستړتیا څخه ځینی کاږه واږه او بعضاً خښموونکی او نه خوښیدونکی فکرونه پیدا سی چی البته د دموکراسی! او د بیان د آزادی د اصالت پخاطر به یو د بل فکرونه او بیانونه زغمو
ما په پورته تبصره کی د( روغتون) یادونه کړیده
غواړم ځانته ګوستأخانه دا اجازه ورکم او ووایم چی د روغتون د کلمی ابداع یوه ناسمه ابداع ده
ځکه
روغتون!= هسپتال
هسپتال= د ناروغانو د درملی او علاج ځای
نو باید
هسپتال= ناروغتون
ځکه که ووایو چی روغتون
نو مانا به ئی داوی چی یوازی پښتون دی چی( روغ )انډیوال ئی په هسپتال کی پښی غځولی دی
که څنګه؟
څوک چی خپل آوخور نه پیږنی او خپل دولت او خلک د تروریستانو په مقابل کښی ضعیف او بی واکه ښیی همداسی مو سپک له خدایه غوښتی لکه کرزی خیل او دا نور د پنحابی اولاد. روسانو طالبانو ته هم وښووده چی همداسی مو …………….. او همداسی د شاه په لمن در پاکوو. څوک چی صلح نکوی او خپل بیګناه مسلمان ورڼه او خویندی وژنی الله دی تباه او برباد کړی. د غنی به حمایه کښی د افغانستان د هر وګړی خیر دی او که غواړی چی نوم مود نړی په نقشه کښی وی.
رازمحمد مهمند صاحب هڅه وکړۍ چی تبصري په پښتو وکړۍ او افعانانو ته په خپله مورنۍ ژبه لیکنه ډیره ضروري ده او حقیقت کښي حکومت نه غواړي چی صلحه راشي، که دوۍ واقعی ژمن وي بیا د ولسی جرګی، ولسوالیو او ریاست جمهوری او ولسمشرۍ انتخابات او نیټه ټاکل د څه لپاره؟؟ او کومي ستونزي چی حکومت د صلحی په مخ کښي لري لومړی باید هغی ته حل لار ولټول شي، لکه بین الافعاني اتحاد او یوالی، دداخلی اختلافاتو له منځه وړل، که هغه په سیاسونو کښي وي او نورو اړخونو کښي او یوه واضحه طرحه او لایحه جوړول او خپل سرحدات، سري کرښي او پولی امریکایانو، طالبانو او ټولو مخالفینو ته معلومول او جنګ هیڅ وخت ښه پایله نه لري او سومره ستونزی او مشکلات چی په هره کچه رامنځ ته شوي، واحد حل یی خبري او تفاهم ده، نه امریکا، نه چین، روس، ایران، عربان، هند او پاکستان د افغانانو ترمنځ صلحه کوی شي، تر څو افغانان خپل منځ کښي همغږی نشي
څوک چی خپل آوخور نه پیږنی او خپل دولت او خلک د تروریستانو په مقابل کښی ضعیف او بی واکه ښیی همداسی مو
هره کچه رامنځ ته شوي، واحد حل یی خبري او تفاهم ده، نه امریکا، نه چین، روس، ایران، عربان، هند او پاکستان