تاند- مصر یو لرغونی کتابکور، چې زرګونه تاریخي او زاړه مذهبي قلمي نسخې پکې شته، له ترمیم کولو وروسته پرانیست.

په جنوبي سینا کې د کاترین په مشهوره صومعه کې د دغه پخواني کتابتون د پرانیستنې مراسم وروسته له دې جوړ شول چې د کتابتون په ختیځه برخه کې د خطي نسخو پر ترمیمولو ۳ کاله کار وشو.

دې کتابتون، چې د ملګروملتو کلتوري ادارې یونسکو په نړیوالو میراثونو کې شامل کړی، د نړۍ د پخوانیو خطي نسخو او لیکدودونو دوهمه ستره ټولګه په ځان کې خوندي کړې ده.

دا ډول تر ټولو ستر کتابتون د واتیکان دی.

د مصر د لرغوني کتابتون اکثره نسخې او لیکدود یونانی دی، خو عربي، سُریاني، عبري، ارمني او پولنډي نسخې هم لري؛ اکثره متون یې په مسحیت پورې تړاو لري.

په دې لرغوني کتابکور کې شاوخوا ۳۳۰۰ خطي نسخې ساتل کېږي.

په دغو قلمي نسخو او کتابونو کې ځینې د څلورمې پېړۍ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *