تاند- په مصر کې نن /جمعه/ په یوه خونړۍ چاودنه او ډزو کې لږترلږه ۲۳۵ تنه وژل شوي او تر سلو ډېر نور ژوبل دي.
د سینا ولایت د بیرالعبد ښار په یوه جومات کې له چاودنې وروسته پر لمونځ کوونکو ډزې وشوې.
مصري رسنۍ په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳۵ ښيي.
د مصر مینا خبري اژانس وايي چې په دې پېښه کې لږترلږه ۱۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
بیرالعبد ښار د سینا ولایت له مرکز العریش څخه ۴۰ کیلو متره لېرې دی.مصري سرچینې وايي چې دا برید د اسلامي دولت یا داعش وسله والې سختدریځې ډلې کړی دی.
خو داعش یا کومې بلې سختدریځې ډلې تراوسه څه نه دي ویلي.
د مصر حکومت په دې مناسبت درې ورځې ویر اعلان کړی دی.
دا د هماغه اخوانیزم د مار داړه وه چې افغانستان ۶۰ کاله په اور کي اچولی او بالاخره یی په ځان برید وکړ!!!!!!!!!!!!!ا خدای دی دا عربان چي موږ یی تباه کړو همداسی تباه کړي
د همدی فتواګانو او شاګردانو اسلام له منځه یووړ
کاني مه ګوزاروه دبل چا کورته کنډې کاڼې به ستا کورته هم ګوزار شي
.