تاند- په مصر کې لرغونپوهانو د فرعوني عصر ۸ مومیايي شوي جسدونه وموندل.
دا مومیايي جسدونه، چې ۳ زره کاله پخواني دي، د قاهرې په لوېدیځ کې د جیزه (ګیزه) سیمې ستر اهرام ته نژدې په هماغه اهرام کې موندل شوي چې پاچا توت انخامون پکې دی.
د مصر د لرغونو اثارو وزارت د دغو مومیایانو درې، چې په خورا ښه حالت کې دي، ښکاره کړې.