تاند- مصري لرغونپوهانو په یوه ډبرین قبر کې ۴۰ مومیايي جسدونه او نژدې ۱۰۰۰ کوچنۍ مجسمې وموندلې.
د مصر د لرغونو اثارو وزیر خالد الانعامي وویل، دا مومیايي جسدونه او مجسمې د شنبې په ورځ د قاهرې په چنوب کې الغبل (الګابل) تونل ته نژدې وموندل شول.
په دې ساحه کې به، چې څه باندې ۲ زره کاله پخوانۍ ده، ۵ کاله نور هم کیندنې وشي.
انعامي وویل«دا یوازې پیل دی. موږ به ډېر ژر په منځني مصر کې یوه بله لرغونې جاذبه ولرو.»
تېر کال مصر ته د سیلانیانو شمېر په سلو کې ۵۴ زیات شو او ۸ ملیونه او ۳ لکو ته ورسېدل خو لا هم تر ۲۰۱۰ کال ډېر لږ دي. په ۲۰۱۰ م کال مصر ته ۱۴ ملیونه او ۷ لکه سیلانیان تللي ول.
تروریستي حملو د مصر د ګرځندوی (توریزم) صنعت ته سخت زیان اړولی دی.