خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۶-۱-۵
کندهار، افغانستان- د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب نن ماپښين په ولايت مقام کي د معارف رياست د اصلاح کولو په موخه جوړي سوي غونډي ته وويل چي په دې رياست کي به نور د مکافاتو او مجازاتو لړۍ پيل کړي.
د ولايت مقام مرستيال وويل چي د معارف رياست اصلاح کول يې د خپلو کاري لومړيتوبونو څخه دي او نور په تعليمي برخه کي واسطې، درغلۍ، قوميتپالنه او اړيکي د منلو نه دي. نوموړي جدي سپارښتنه وکړه چي د ولسواليو د معلمينو بند معاشات دي ژر تر ژره حواله سي، ولسواليو ته دي په متوازن ډول تعليمي خدمات وړاندي سي، تعليم ته دي د نجونو د تشويق پروګرامونه جوړ سي، د کتابونو کمبودات دي پوره سي او د ارزيابۍ پروسه دي شفافه او چټکه سي.
ښاغلي منيب وويل چي که تر دې وروسته چا کار نه کاوه او له اداري فساد څخه يې لاس نه اخيستی، نو د جزا اصولي پروسه به تطبيق کړي. هغه داراز د معارف رئيس ته سپارښتنه وکړه چي که د بودجې د کمښت له امله ځيني اړتياوي نه سي پوره کولای، نو هغه اړتياوي دي ولايت مقام ته په ليکلي شکل ورکول سي، تر څو ولايت مقام د سوداګرو په مرسته وتوانيږي چي د ښوونځيو فرشونه، قرطاسيه او نوري اړتياوي پوره کړي.
د معارف رئيس محب الله قادري وويل چي د لسو ورځو په ترڅ کي به ۲لکه کتابونه کندهار ته راورسيږي او په ښوونځيو کي د فرشونو د توزيع لړۍ روانه ده. هغه زياته کړه چي ځيني کورونه دوی د شاګردانو لپاره په کرايه نيولي ول، خو کرايه يې ځنډېدلې ده، نو د دې ستونزي د هواري لپاره به هم جدي هڅي وکړي.
د غونډي په ترڅ کي د معارف ځينو مامورينو د کتابونو له نه شتون څخه سر وټکاوه او ويې ويل چي د لومړيو درو ټولګيو کتابونه مطلق نه سته او د لوړو ټولګيو کتابونه کمبودات لري چي دا يوه لويه ننګونه ده. هغوی داراز د ولايتي شورا له لاسوهنو څخه هم سر وټکاوه او له ولايت مقام څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.