۱ تشکیلاتي ستونزي
په تشکیلاتو کې تر ډیره ناانډولي موجوده ده چې دغه ناانډلۍ زموږ معارف کې محرومیت،بې عدالتي،نامتوازنتوب رامنځ ته کړی دی هغه سیمي چې تشکیل یې پوره ور رسیدلی دی معارف ښه روان دی خو هغه سیمي چې هلته تشکیل هم د بستونو په لحاظ هم د ښوونځیو د نشتوالي په لحاظ یوه جدي ستونزه ده چې جدي او ژر حل یې په کار دی هغه داسي چې ډیري داسي سیمي سته چې هلته د نوو ښوونځیو د تاسیس ضروت دی چې نوی تشکیل د ښوونځیو ورته ورکړل سي ځکه د مساحت په لحاظ د معارف د اصولو مطابق هلته باید ښوونځی تاسیس سي تر څو زموږ دهغه سیمي د ماشومانو پر مخ ښوونځي باید پرانیستل سي دویم هغه سیمي چې هلته یو ښوونځۍ ته تشکیل د معلمینو باید ور کړل سي خو ستونزه داده چې دا تشکیل سخت کمبود دی داسي چې د یوې لسیې تشکیل دریو ولسوالیو ته ور کړل سوی دی.
۲ تعمیراتي ستونزه
تعمیراتي ستونزه یوه بله هغه ستونزه ده چې زموږمعارف یې ټکنی کړی دی چیري چې زموږ ماشومان تر شنه اسمان لاندي درس وایې ځمکه یې فرش اسمان یې تعمیر دی د موسمي تغیراتو سره چې یخني او ګرمي وي ماشومان مو سره لمر او په یخني کې یخ ته ناست وي ډیری وخت د موسمي شرایطو د بدلون سره معارف ټکنی وي همداسي په تعمیراتي ستونزو کې یوه ستونزه ناانډولي ده هغه سیمي چیري چې تعمیر موجود دی ماشومان مو له ستونزو سره مخ نه دي چې زموږ لپاره هیله بخښونکي دي ولي په تعمیراتي ستونزو کې بیا هم لیري پرتي ستونزي له پامه غورځول سوي دي داسي نه دي سوي چې ټولو سیمو ته یو معیار په نظر کې نیول سوی دی په یوه سیمه کې تعمیرات شپیته سلنه جوړ سوي دي خو بله سیمه کې بیا دا سلنه ډیره کمه ده چې په راتلونکي هغه سلنه کې باید برابره سي.

دویمه ستونزه تعمیرات معیاري نه دي د جوړښت له لحاظه یې کیفیت سخت خراب دی دریم کوم تعمیرات چې جوړ سوي دي به هغه کې زموږ راتلونکی پوټنشیل په پام کې نه دی نیول سوی فقط د نن لپاره یو کوچنی تعمیر جوړ سوی دی خو سبا چې د یوه نظر له مخي زموږ راتلونکی نسل به څومره وي هغه دی چې نن ګڼ شمیر ښوونځیو کې زموږ ماشومان ټولګی نه لري د ټولګي دباندي په خیمه یا تر ونو لاندي ناست وي.
۳ دریم دمسلکي استادانو نشتون
په ډيرو سیمو کې لا مسلکي معلمین نسته چې همدغه د مسلکي معلیمینو نشتون زموږ د معارف پر کیفیت بد اغیز کړی دی د معلیمینو په تقرر کې هم یوه ستونزه اداري فساد دی
بل دا چې د معلمینو د ظرفیت لوړوني لپاره موثر او اغیزمن ،آوږدمهالي،لنډمهالي او منځ مهالي ټرینینګونه په لار نه دي اچول سوي که لږ هم سوي وي لیري پرتي سیمي له پامه لويدلي دي.
۴ څلور د کتاب کمښت
د کتابونو کمښت بله هغه ستونزه ده چې زموږ معارف یې خراب کړی دی هلته چې ماشوم کتاب ونه لري نو زده کړه به څنګه وکړي چیري چې د ابتدائیه ښوونځی ماشوم کتاب ونه لري نو زده کړه به ټکنۍ وي د کتاب کمبود په ټولو ولایتونو کې سته بل دا چې کتاب هغه چې کمبود هم دی پر وخت نه رسیږي.
۵ پنځم مورنۍ ژبه
د اساسي قانون له مخي،د یونسکو او بشرحقونو د قانون له مخي په مورنۍ ژبه زده کړه د هر ماشوم حق دی خو دلته زموږ د یو شمیر سیمو ماشومان له دي حقه محروم دي اول په ازبک میشتو سیمو کې د زده کوونکو لپاره په مورنۍ ژبه کتابونه نسته دویم په نورستان کې هم همدا ستونزه سته هلته چې ماشوم په پښتو او دري خبري نسي کولای خو په مورنۍ ژبه کتاب هم نلري بله هغه سیمي چیري چې پښتانه ماشومان دي هغوی ته په مورنۍ ژبه کتاب نسته.
۶ شپږم نظارت او کنترول
دا چې د ښه کنترول او ښه کیفیت لپاره نظارت او ارزیابي ډیره مهمه ده هم د زده کوونکي ارزیابي هم د معلم د تدریس او درسي میتود ارزیابي ولي د نظارت لخوا هيڅ هم نسته امتحانونه او رخصتي هم متفاوتي دي د وخت پابندي په لیري پرتو سیمو کې نه کنترولیږي نه یې نظارت سته.
۷ پاکي اوبه
په ځینو سیمو کې د زده کوونکو لپاره د پاکو اوبو نشتون هم یوه ستونزه ده چې د زده کوونکو پر روغتیایې وضعیت یې بد اغیز کړی دی.
۸ حفظ الصحه
بله هغه ستونزه چې د ماشومانو د حفظ الصحه ده ورته نه د کورنیو لخوا پاملرنه کیږي نه د ښوونکو لخوا ورته پاملرنه کیږي
همداسي هغه کوچي صحي ابتدائیه خدمات هم په ښوونځیو کې نسته.
۹ نهم بندي ښوونخۍ
بند ښوونځي تر ټولو خطرناکه مسئله ده چې تر دې مهاله د دوه زره شاوخوا کې ښوونځي بند دي خو دولت یې پر وړاندي اقدام نه دی کړی نه يې د بیا پرانیستلو لپاره کومه تګلاره په کار اچولي دي د همدغه بندو ښوونځیو له وجهي ډیري سیمي د معارف په لحاظ مطلق صفر دي یعني هغه سیمي فلج دي د همدغه بندو ښوونځیو او ځینو نورو لاملو له وجهي د شپږ میلیونو شاوخوا ماشومان محروم دي چې زموږ راتلونکي ته د خطر لوی زنګ همدا بند ښوونځي او له زده کړو محروم ماشومان دي خو دلته خپله د معارف تګلاره ډیره پڅه او په هیڅ حساب ده چيري چې د ښوونځیو ضرورت او هلته تشکیل موجود خو دوی یې د کننرول په هکله کومه تلاره نه لري دا په لوي لاس د راتلونکي نسل سره جفا ده کله کله دوی داسي هم وایې چې موږ هلته تشکیل لغوه کوو حالا داچې دا یبا بل ستر ظلم دی چې موجود تشکیل د خپل کمزوري مدیریت،نه مسئولیت،بې غورۍ او مور و میره چلند له مخي یوه سیمه چې ورته بيل امتیاز په کار دی نوره محروموي دا یو قصدي او عمدي عمل دی چې موږ یې تقبیح کوو او پر وړاندي به یې غبرکونونه هم ولرو.
۱۰ لسم د درسي موادو نشتون
د درسي موادو نشتون بله ستونزمن مسئله ده لکه تخته، تباشر، مارکر او د لوړو ټولګیو لپاره د لابراونوار نشتون
همداسي د ماشومانو لپاره د اضافي کتابونونشتون، د میز،چوکۍ حتا ځینو ځایونو کې خو عادي فرش هم موجود نه و.
حل لاره
۱ ټولي هغه سیمه په کومو کې چې په تشکلاتي لحاظ هم د نوو ښوونځيو د تاسیس ضروت دی هم د معلیمینو حق د لومړیتوب او بیل امتیاز لري تر څو په معارف کې متوازن پر مختګ رامنځ ته سي.
۲ تعمیرات
هغه سیمي چې په تعمیراتي لحاظ وروسته پاته دي د دولت د انکشافي او نړیوالو مرسته په صورت لومړیتوب ورکول او د هغه سلني سره برابرول کوم چې په هیواد کې نورو سیمو ته مخکې په پام کې نیول سوي و او ستونزه یې حل ده.
سلامونه می قبول کړی
تاسو دستونزویادونه وکړه
اول : دتعمیراتو ستونزه دایوه ډیره لویه ستونزه ده وروره ځکه بعضی وخت دمعارف اوبعضی وخت دعامو خلکو څخه راپیدا کیږی هغه ځکه چی دافغانستان دولت خپله دومره بودجه نه لری چی یواځی په تعمیراتو یی مصرف کړی خو دهندوستان جاپان دنمارک اوفرانسی هیوادونو څخه نړی مننه چی دتعمیراتو دبیارغولو او یا جوړولو لپاره هر کال ملیونه ډالر مصرفوی خو پعضی وخت داسی هم کیږی چی کومه پروژه په یو ولایت کی فعالیت شروع کړی نو دامنیتی ستونزو له امله نه شی کولی کار ته ادامه ورکړی بل ځایی ستونزی دی جی دخلکو ترمنځ راپیدا کیږی له نن څخه ۴ میاشتی وړاندی یوه پروژه چی بامیانو ولایت ته ورکړل شوه ځایی خلکو ویل چی زمونږ سیمه ښه ده ښه امنیت لری نو معارف هم ورسره ومنله خوکله چی ساختمانی کارونه شروع شول بل قوم ویل داباید زمونږ په کلی کی جوړ شی خو بی له اخره حالات د دواړو کلیو دومره خراب شول چی حتی معارف دی ته مجبوره شو چی پروژه توقف کړی هماغه وو چی پروژه یی بیرته ترینه واخیسته .
دوهم دکتابونو نه شتون :
جی داهم شفافه پروسه ده ۳۴ ولایتونه نن دکتاب درلودونکی دی انشالله هیڅ کمی په کی نشته …….نور دپوهنی دوزارت په رسمی پاڼه کتلی شی
منهاج صادق شینواری
امرتهیه وتدارکات
وزارت معارف
ده افغانان کابل افغانستان