خبرپاڼه
کندهار افغانستان_ د کندهار ولايت په معروف ولسوالۍ کي نن سهار د طالبانو د خوا د ښخ سوى ماين په چاودنه کي دوه تنه کوچنيان شهيدان سول.
وسلوالو طالبانو د يادي ولسوالۍ د ناخېل ساحې پر يوه عامه لاره ماين ښخ کړى و چې له امله يې دوه تنه کوچنيان په شهادت رسيدلي دي.
دا پداسي حال کي ده چي تيره ورځ هم په پنجوايي کي دوه تنه کوچنيان د طالبانو له خوا د ښخ سوى ماين له کبله په شهادت رسيدلي ول.
د يادوني وړ ده چي وسلوال طالبان تل غواړي چي په عامه لارو کي د ماينونو په ښخولو سره امنيتي ځواکونه تر بريد لاندي راولي خو اکثره وخت د يادو پيښو زياتره قربانيان ملکي وګړي وي.