د رایو تفتیش او د ګټونکو د رایو ګراف د نوي حکومت ونډې ټاکي، نانندرۍ یې په هرصورت له اخلاقي پلوه خلکو او نندارچیانو ته په زړه پورې ندي، اما دلته د ځان ثابتولو او د رایو په نامه په صندقونو کې د یو څه لرلو ادعاوې د ملي یوالي حکومت د جوړښت او ونډو منطقي توجیح ده. څه معلومات چې له انتخاباتي کميسیون څخه ترلاسه شوي، عبدالله په مطلق اکثریت بایلونکی دی، خو یوازې د رایو تفتیش دی، چې له خپل حریف سره د سیالۍ لپاره په لاس موجود امکان په توګه باید ورڅخه استفاده وکړي.
پنجشنبه د انتخاباتو کميسیون په ګودامونو کې یو داسې رسمي کارکوونکی وپېژندل شو، چې د صندقونو قلفونو ته يې زیان رساوه او د صندقونو د قلفونو ناسلامتیا د صندوق د تفتیش زمینه برابروي. د کميسیون دغه کارکوونکي د پکتیا او پکتیکا په رایو کې لاس وهنه کوله، دده له لاسه راوتونکي صندوقونه بیا تفتیش ته تلل او په همدې توګه د صندقونو دتفتیش په نوره پروسه کې هم د پټې مداخلې امکان شته. دغه کس پنجشنبه غرمه مهال کميسیون وپېژانده، دی اوس د عبدالله لپاره په کارکولو تورن دی.
پنجشنبه په کمیسیون کې دویمه پېښه داوه، چې د عبدالله د ناظرینو دوه ډلو پخپل منځ کې شخړه وکړه، ان ګریوانونه یې سره ونیول. بل اړخ ته د عبدالله پلویان په خپلو یو تعداد ناظرینو او د هغوی په وفادارۍ هم بې باوره شوي دي.
اوس په کميسیون کې د یو کاندید په ګټه د نامریی لاسونو کارکول یوه پوچه اصطلاح ده، انصاف به داوي، چې وویل شي، پروسې ته بلاګانې ننوتې دي، چې د پروسې د تخریب امکان ډېروي.
عبدالله عبدالله سره د خپلو رايو په اړه دقیقه محاسبه نه وه، د پام وړ داده، چې په ولایتي کچه او د زونونو په کچه د رایو په تضمین د ویشل شوو پیسو ډېری یې هغو جیبونو ته تللې دي، چې عبدالله ته یې د ګټې پرځای تاوان اړولی دی. له ډېری دغسې ولایتي مسولینو سره د همګرایۍ د کمپ د مشر دعوې دنګلې روانې دي، خو اوس باید اول د کميسيون په ګودامونو کې د شته رایو لپاره جګړه وشي.
عبدالله اوس په یو بد سرخوږي اوښتی دی، له هغې مرحلې ډېر وړاندې تللی دی، چې د خپلو رایو په اړه منصفانه قضاوت او حقیقت ومني. عبدالله د رایو د بانکونو په نامه له داسې یو دروغجن خوب څخه ددفاع په هڅو بوخت دی، چې هېڅ حقیقت نلري. دغه خوب په عبدالله عبدالله تپل شوی دی او ددې خوب د حقیقي ثابتولو لپاره نوموړي مناسب موقعیتونه له لاسه ورکړي دي.
د ملګرو ملتونو په دریو طرحو او څلورو طرزالعملونو له امضاګانو سره سره عبدالله اوس په وروستني یې هم پښیمانه دی، وروستنی یې د غني ددرې زره مشکوکو صندقونو ځانګړی تفتیش دی، چې په مقابل کې به غني هم دنوموړي درې زره مشکوک صندقونه په نښه کوي. په لومړیو کې عبدالله ته دا په زړه پورې وه، خو په هرات پروان، بامیان او پنجشير کې د عبدالله په صندقونو د تداوم د ناظرینو لاس ایښودل د عبدالله لپاره په ستوني د چړې ګذار و.
عبدالله د فشارونو لپاره ډېر وسایل لري او دغه وسایل یوازې تبليغاتي دي، چې پاسته حریفان تسلیموي اما که عملاً وننګول شي، کار نه ورکوي.
د عبدالله تمه د پروسې ځنډ ته ده، ددې لپاره چې د مذاکراتو کمېټه د واک په ویش کې د همپالنې په خوښه خپل کار نهايي کړي. له عبدالله سره لیکلی تضمین نشته، چې غني دې د هغې په وسیله وتړلی شي او د پروسې اختتام ته دې اجازه ورکړای شي. عبدالله د اجرايوي پوست د صلاحیتونو پرځای ډېر په واک کې د نورو وزارتونو ولایتونو او مهمو ریاستونو د تصاحب په هڅه کې دی، اما په میدان پرتې رایې، چې دا ونډې یې ټاکلې د عبدالله له اړخه بیخې سپکې او حتی تر اندک هم ټيټې دي.
له بهرنیو خبریالانو سره د اشرف غني احمدزي دې خبرې،چې که رایې مې زیاتې شوې واک نه ویشم، د همپالنې ډله وېرولې، چې نوموړی به یوار بیا هغه زغرې واغوندي، چې د مالیې وزارت پرمهال یې په تن وې او د مارشال فهیم د یو مکتوب په ځواب کې یې ور ولیکل، زه ستا شخصي خزانه دار نه یم.
عطا محمد نور په بلخ کې د همداسې یوې مقابلې لپاره تورې برېښوي، د نوموړي وروستی غبرګون چې که له عبدالله سره انصاف ونشو د اعتراضونو لپاره سړکونو ته راوځو، یوازې د غني د هغه جرات ځواب و، چې بیا یې هم د رایو په ګټلو د ملي حکومت مسله مشروطه کړې وه. د عبدالله پلویان په تېره ورسره بوخت پښتانه داسې ذهنیت خوروي، چې داکتر غني له بري سره سره یو ډارن سیاستوال دی، چې د بحران په تبلیغولو سره یې معاملې ته رامات کړي. دلته د غني په کمپ کې هم تاوده خلک د غني له دې شېوې سره مخالف دي اما غني نور په پخواني حالت نښکاري، ښايي ددې سړي حوصله تمامه شي، بیا له وضعیت څخه د عادي وضعیت په څیر تمه اشتباه ده.
اوس باید ټول تمرکز د رایو د تفتیش د پروسې په ژر انجام وشي، غني د رایو د تفتیش د پروسې د دوام لپاره عبدالله او افراطي پلویان یې د سیاسي مذاکراتو په کميټه کې په بحثونو مصروف ساتي، خو عبدالله عبدالله هڅه کوي، د سیاسي کمېټې د کار تر نتیجې معلومېدو پورې د رایو د تفتیش پروسه پرغني د دوی له خوا د فشار د یوې قوي وسیلې کار ورکړي. په دغسې حالاتو کې د کمېټې کار او تفتیش پایلو ته ګواښ دی، چې به وضعیت ترینګلی کړي.