تاند- د ملالۍ حربي ښوونځي مسوولان وايي چې د نجونو په دغه ځانګړي مرکز کې د شمولیت د داوطالبانو شمېر دوه برابره شوی دی.

د ملالۍ حربي ښوونځي قوماندانه کبرا وايي، د دې ښوونځي له وروستي پړاوه ۱۴۶ نجونې فارغ التحصیل شوي او څه باندې ۳۰۰ نورې په ښوونځي کې شاملېدو ته انتظار باسي.

دا وايي چې د ملالۍ حربي ښوونځی محدود شمېر زده کوونکې مني، کنې په دغه ښوونځي کې د شمولیت غوښتونکې تر دې خورا ډېرې دي.

سره له دې چې افغانان د ښځو د تعلیم په تېره بیا په پوځي برخه کې له تنګ نظرۍ کار اخلي خو کبرا وايي چې لږترلږه د ملالۍ د حربي ښوونځي په برخه کې وضعیت داسي نه دی.

د دې په وینا د تېر کال په پرتله په دغه ښوونځي کې د شمولیت د تقاضاکوونکو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.

په دغه ښوونځي کې زده کوونکو نجونو ته ۶ میاشتې روزنه ورکول کېږي.

حاضردمه د افغانستان په ملي اردو کېد ۲ پېلوټانو، ۴۰۰ برملانو او ۵۵۰ ضابطانو په ګډون ۱۶۰۰ ښځې شاملې دي.

دفاع وزارت غواړي چې په ملي اردو کې د ښځو شمېر ۲ زرو ته ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *