خبر پاڼه

11 حمل 1394: د ماليې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د معلوماتو له مخې سږ کال د مالیې وزارت د پلان سره سم  په لومړۍ ربعه کې د هیواد د ملي عوایدو کچه  ډیره ښه روانه ده او د ټاکل شوي هدف څخه یې یو فیصد زیات عواید راټول کړي دي. که چیرې بیا د سږ کال د لومړۍ ربعې عواید د تیر کال د همدغه وخت له عوایدو سره پرتله شي، نو نژدې 4 سلنه زیاتوالی ښي. که چیرې حالت همدغسې دوام وکړي، نو نه یوازې خپل ټاکل شوی هدف به پوره کړې، بلکې کیدای چې د عوایدو کچه تر ټاکل شوي هدف لوړه هم شي.

په 1394 کال له پاره د عوایدو ټاکل شوی هدف 120.4 میلیارده افغانۍ دی او د لومړۍ ربعې له پاره 24.26 ملیارده افغانۍ ټاکل شوی چې د مالیې وزارت وکولی شو چې 24.47 ملیارده عواید راټول کړي چې د ټاکل شوي هدف څخه 21 ملیونه افغانۍ زیات دی.

پورته یاد شوي ارقام په مجموع کې زموږ ټول ګمرکي، مالیاتي او غیر مالیاتي عواید ښيي، که چیرې بیا د ګمرکونو حالت ته وګورو، نو دلته هم د پام وړ زیاتوالی راغلی. د ګمرکونو عمومي ریاست وکولی شو چې په لومړۍ ربعه کې 11.656 میلیارده عواید راټول کړي چې له ټاکل شوي هدف څخه نژدې 9.9 سلنه زیات دي. دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال په پرتله د اظهارنامو کچه 4.1 سلنه راټیټه شوې او په ګمرکونو کې د لاریو او ټرکونو انداره نژدې 13.8 فیصده کمه شوې ده.

په تجارت کې 14 سلنه زیاتوالی راغلی، خو دا زیاتوالی د تجارت په حجم کې نه دی، بلکې دغه زیاتوالی د توکو او موادو په ارزښت کې دی.

د اظهارنامې پر سر عواید 14.8 سلنه زیات شوي، خو بیا د ټرک یا لارۍ پر سر 27 سلنه پورته تللي چې ښه راتلونکی ښیي.

په مجموع کې ویلی شو چې د ګمرکونو او عوایدو چارې ښې روانې دي او تمه ده چې په ټاکلې وخت به خپل ټاکل شوي هدف ته ورسیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *