تاند- په منځني ختیځ کې د امریکا د هوايي ځواک تر ټولو لوی قوماندان وايي، که د امریکا متحد ایالتونه غواړي چې په افغانستان کې هوايي بریدونه زیات کړي، چمتو دی چې د هوايي عملیاتو لپاره پلانونه عملي کړي.
برید جنرال چارلز براون د پنجشنبې په ورځ په قطر کې له خپل مرکزه د پنتاګون ټلي کنفرانس ته وویل:«دا داسي چاره ده چې موږ یې د خپل موجود ځواک په وسیله ترسره کولی شو. خو مخکې تر دې چې دا کار اجرا کړو، پکار ده چې ولسمشر بارک اوباما د جنګي عملیاتو په مقرراتو کې بدلون راولي.»
د عراق او سوریې خلاف امریکايي پوځیان په افغانستان کې د عملیاتو په ترسره کولو کې محدودیتونه لري؛ یوازې په درو مواردو کې برید کولی شي.
امریکايي پوځیان په هغه صورت کې په جګړه کې برخه اخیستی شي چې برید یې د ځان د دفاع لپاره وي، مقابل لوری د القاعده یا اسلامي دولت (داعش) غړي وي او یا افغان ځواکونه له جدي خطر سره مخامخ وي.
د افغانستان په جګړه کې د امریکايي پوځیانو تهاجمي رول د ۲۰۱۴ م کال په پای کې هغه مهال پیل شو چې د دغو ځواکونو جنګي ماموریت رسماً پای ته ورسېد.
د پاکستان په خاوره کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو له لوري د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژنه پینتاګون دفاعي اقدام بولي ځکه چې د دوی په وینا منصور د امریکا او ناټو ځواکونو ته بالفعله ګواښ و.
پینتاګون ویلي چې د منصور مرګ د سولې په لاره کې یو خنډ له مخې لېري کړ.
خو د ده د ځایناستي په اړه پاکستاني رسنۍ وايي چې لا سختدریځی دی او د سولې لا ډېر مخالف دی.
په همدې منځ کې امریکايي شنونکي وايي چې که ملا هبت الله اخوندزاده، هماغسي چې ویل کېږي، تر ملا اختر محمد منصور سختدریځی او د سولې لا زیات مخالف ثابت شي، امریکايي پوځیانو ته به د افغانستان په جګړه کې د لا زیاتې ښکېلتیا لاره هواره شي.