داعش يا په اصطلاح اسلامي دولت ډله چې له څو کلونو راهسې د منځني ختیځ په یوشمیر هیوادونوکې کې پر جکړو بوخته دی نور له دغه قلمرو څخه د وتلو او یا هم دویستل کیدلو په حال کې دي د داعش ډله به نور په تدریجې توګه د منځني ختیځ له هیوادونو څخه ووځي او د خپلې موخې بل ټاکل شوی ځای یعني افغانستان ته به رانتقال شي.
د داعش پروژې خپله ورسپارل شوې دنده عملي کړه ، دوی په عراق سوریه او لیبیا کې کې تر خپل وسه ورانی او ویجاړی وکړ او ترخپل ولاک لاندې سیمې ېې ړنګې کړې . دا چې روسانو ورباندې بمبار کاوه او که امریکا یانو مهمه نه ده بلکې مهمه داده چې ددغو دو سترقدرتونو لپاره دجګړې او د بمونو دباران بهانه جوړه وه . همدارنګه داعش ټوله هغه لرغوني ځایونه او توکي له منځه یوړل چې د یوشمیرهیوادونو لکه سوریه ،عراق ،لبیا او نورو بډایه تاریخ ېې بیانولو ، د وروستیو معلوماتو له مخې د داعش د جګړې او ویجاړیو له امله دغو هیوادونو ته لږ ترلږه ۷۰۰ ملیارد ډالره زیان اوښتی.
داعش ډلې په دغو هیوادونو کې په زرګونو هغه جنګیالي هم له لاسه ورکړل چې عقیدوي کلک مسلمانان و او د همدې پروژې قرباني شول ، دغه مسلمان جنګیالي چې ډیری یی ځوانان و دمسلمانانو لپاره یوه ښه بشري پانګه وه خو دداسې پروژې په لمن کې ولویدل چې داسلام ددښمنانو له قوت پرته یی کومه ګټه نه درلوده . دغه مسلمان جنګیالي دمختلفو هیوادونو اوسیدونکي وو او داسلامي احساساتو او جذبې له مخې داسلامي خلافت دارمان لپاره له دغې ډلې سره یوځای شوی وو خو خبر نه و چې دا یوه بهرنۍ پروژه ده او له ویجاړۍ او بربادۍ پرته کومه ګټه نه لري . همداسې وشول په لسګونوزره جنګیالي یی ووژل شول د څو عربي هیوادونو اقتصادي او سیاسي ځواک یی له منځه لاړ . چې همدا د داعش ډلې ورسپارل شوې دنده وه چې په ناخبری ورڅخه ترسره شوه او په خپلو لاسونو ېې خپلې مټې پرې کړې.
اوس ددغې پروژې بل مهم ماموریت پاتې دی چې باید ترسره یی کړي هغه داده چې دغه ډله باید په افغانستان کې ریښې وکړي او له منځني ختیخ څخه افغانستان ته په تدریجې توګه را انتقال شي . د وروستیو استخبارتي معلوماتو له مخې دننګرهار توره بوړه شمالي او جنوبي وزیرستانونه به ددغې ډلې په مرکزبدل شي او بیا به په پوره قوت سره همدلته وده وکړي تردې وروسته ددغې ډلې پرمټ باید دطالبانو ګیلم هم وورټول شي . او جګړه باید منځنۍ اسیا ته پیښې وکړي.
منځۍ اسیا ته دجګړې غځول او روسانو ته دسرخوږي جوړول ددغې پروژې لوی او مهم هدف دی . اوس همداسې نښې نښانې ښکاري چې داعش ډله په بشپړه توګه اکمالکیږي.
دوروستیو معلوماتو له مخې داعش ډله په ننګر هار کې له ډیرو اسانتیاو څخه برخمنه ده او ځینې نامعلومې هیلوکوپټرې د دوی په ساحه کې ناستې کوي او امکانات ورته برابروي . په ننګرهار کې هغه بندي میرمنو چې له داعش سره یی وخت تیر کړی همداسې نادرې څرګندوې کولې . هغوی دداعش ډلې د خوراک څښاک ، وسلو او نورو تجهیزاتو یادونه کوله . له بلې خو ا په رسنیو کې هم د دغې ډلې دهیبت او اغیز خپرولو لپاره مستقیم او غیر مستقیم کمپاین روان دی.
دغه ډله دامهال یوه فعاله راډیو لري چې د طالبانو او دولت ضد خپرونې کوي وروستیو بدلونونو ته په کتوسره داسې نښې نښانې له ورایه ښکاري چې دغه ډله په بشپړه توګه له عراق وسورې او لیبیا څخه دوتلواو په دغو هیوادونو کې دځپلو په حال کې ده نو ددغې ډلې لپاره خوندي پټنځای دکرښې دواړو خواوته پراته موقیعیتونه دی چې دداعشې یو شمیر وړې ډلګۍ ورکې فعالیت کوي.
روسیه هم په سیمه کې روان وضعیت په دقت څاري ، په منځنۍ اسیا کې افعال اسلامي غورځنګونه داسې دی لکه په لرګیو پاشل شوي پطرول چې یوه ګوګړ ته ضرورت لري . دورسې ویره له همدې ده چې که چیرې په منځۍ اسیا کې اسلامي غورځنګونه او تندروه مسلمانان چې دامهال ترکنټرول لاندې دی دداعش له خوځښتونوسره به له کنټرول څخه ووځي او بلاخره به دروسې لپاره ددغو ډلو مهارول ګران کاروي.
نو روسیه هڅه کوي چې دغه لوی ځبرځواک هیواد ته له داعش څخه متوجه شوي ګواښونه په دقت سره وڅاري .
روان وضعت ته په کتوسره طالبان هم د بدلون په خواکې دی ایران او روسیه هڅه کوي چې دروان بحران دمخنیوي لپاره له طالبانو ګټه پورته کړي متل دی چې وایی تیږه تیږه ماتوي نو داعش ډله باید پرطالبانو وځپل شي ترڅو دوی یی له شره خلاص شي . روسې او ایران هم ددې بحران دمخینوي لپاره یوه ښه لاره د طالبانو ملاتړ بولي ، په دې وروستیو کې دپاکستان له یو شمیر سیمو دطالبانو ځینې روزنیز مرکزونه ایران ته انتقا ل شوی چې په زاهدانو او مشهد کې طالبانو ته ترنینګ او جګړیزه روزنه ورکول کیږي . دغه حالت نه ښکاري چې دوه لوی قوتونه دزور ازمویلو لپاره په دوه ډلو سرمایه ګذاري کوي متحده ایالات یوه ډله او روسان او ملګري به یی بله ډله حمایه کوي.
چې په دې سره به دجګړې ډګر تود او دافغانانو وینې به پکې بهیږي او دغه جګړه به نه کوم اتل ولري او نه هم ګټونکی خو داحساساتو له مخې به یی موږ افغانان قرباني یو.