هلته په منځنۍ اسیا کې د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیال دا خبرې په ایران، روسیې او چین په څېر هېوادونو اور بلوي، چې له افغانستانه وروسته له منځنۍ اسیا سره د اړیکو نوی باب پرانیزو، دلته په یو وخت پاکستان ته چې ټول وخت د امریکا د نظامي او استخباراتي تګلارو اپروچ پاتې شوی، ګوت څنډنه چې په قبایلو کې ترهګر وځپئ چې ګاونډیان په امن شي او په تروریزم تولیدونکو مدرسو انتقاد، هغه متضادې کیسې دي، چې سیاستوال په ذهني چکر کې اچوي.
هلته منځنۍ اسیا ته دیپلوماتيک کږه وږه لاره ورغځول او دلته له پاکستان سره د افغانستان د پولې په چاپیریال کې د سي ای اې او قراردادي کومانډوګانو د ماموریت اختتام داسې ذهنیت زېږوي، چې امریکا د خپلو سیمه ییزو اهدافو پر خوا نوی ترتیب عملاً پیلوي.
کېدای شي، امریکا له وخت او مصارفو څو ګامه وړاندې خپلو اهدافو ته نېږدې شوې ده، منځنۍ اسیا ته تګ تر ډېره د ترکمنستان او ازبکستان په څېر هېوادونو اسانه کړ، د منځنۍ اسیا د دریو واکمنو د زړونو مراندې د امریکا په روابطو پسې کاواکه شوې دي، همدا ده چې امریکا یو ګام مخته اخلي. خو څه چې د پاکستان لور ته پیښېدونکي دي، او څه چې د پاکستان په اړه د امریکا له خولې وځي، سیاستونو ته د دیپلوماتیک سیقل ورکولو پرته بله مانا نشي لرلای.
منځنۍ اسیا هر وخت له پاکستان څخه ویرېدلې ده، چې د ترهګرۍ پروژه یې په اجاره کې ده او یوازې امریکا ته ددې پروګرام د پراختیا طرزالعمل وړاندې کوي او منظورېږي. امریکا د سیاستونو په اوج کې کله، کله په پاکستان یو پوست ګذار وکړي – لکه همدا نن چې وايي، ترهګري دې مهار شي، خو په عین وخت کې پاکستاني پوځ او استخبارات ددې یوې خبرې او ګل ګزار په بدل کې په سلګونو میلیونه ډالر امریکايي مرسته ترلاسه کوي.
ښايي منځنۍ اسیا ټول هېوادونه د امریکا شانداره یارانې ته غاړه ماته کړي، خو وېره د ترهګرۍ له انګېزې څخه له استفادې ده، ظاهراً په پاکستان تازه انتقادونه منځنۍ اسیا ته د امریکا د نیتونو په اړه د سپینې ماڼۍ د تورو خلکو یو ډاډ دی، خو په حقیقت کې منځنۍ اسیا ته د امریکا د پراختیا بله داسې زبردسته وسیله کله موندل کېدای شي، چې تر ترهګرۍ په ښه ډول پراختیا ته لاره خلاصه کړي.
اصل کې امريکا همدا پرون پاکستان په شا ټپولی چې په دیني مدرسو، سیاسي، پوځي واسکټونو او سرمستو ملایانو لاس ووهي او د احتمالي حرکت لپاره یې په تیارسۍ وساتي.
حقیقت همدا دی، چې منځنۍ اسیا لکه افغانستان د غوبل لپاره په لوی لاس او د یارانې په دامونو کې له ښکېلتیا سره سم دروازه خلاصوي، انجام یې د زهرو ګوټ دی، خو چاره یا بدیل لاره وجود نلري، په دې ټولو پېښو د یوکراین د خونړي وضعیت یو تاثیر پروت دی. آیا روسیه کولای شي، خپل بېل کړي بچوڼي وساتي او که د یوکراین په څېر به یې په داخلي افت اخته کړي او د مسکو د حیات لپاره به یې لکه اوکراین ټوټه پارچه کړي؟
له همدې ویرې د منځنۍ اسیا ټول هېوادونه هڅه کوي له امریکا سره د نرمې غاړې کیسه جوړه کړي او له مخکې سلامي شي، خو عذر به یې داوي، چې طالب او ترهګر دې د امریکا د ورتګ ذریعه نه وي، بلکې په سپڅلي اشغال سره دې ګامونه ور اوچت کړي.
اما لاهم نه ښکاري چې منځنۍ اسیا به ارامه بدله شي که ممبرونه به یې د نورې اسلامی نړۍ په څېر د جهاد غرغنډې وکړي؟