لومړۍ به دماشومتوب یوه خاطره ووایم : مونږ چې کله په کوزه پښتونخوا کې مېشت وو ، نو دښوونځي له پیل کیدو مخکې او له رخصتي وروسته به زه او مشر ورو محمدکریم دسرک په غاړه کېناستو . ما هم یو بس موټر په خپل نوم کړی و چې دشاه شیشه باندې یې (سیدالرحمان طیاره ) لیکلې وه او مشر ورور مې هم یو بس موټر پخپل نوم کړی و چې د ( بنګښ کوچ ) نومیده ، کله به چې دسیدالرحمان طیاره راغله نو زه به ورته پورته ، پورته الوتلم او کله به چې د بنګښ کوچ راغی نو مشر ورور به مې لاسونه ورته خوځول . دغه راز به مو دا هم سره ویل : له کوزه نه چې څه موټر راځي هغه ته ځانته شماره او له بره چې څومره موټر راځي هغه به زه ځانته شمېرم چې دچا موټر زیات شول !؟ نه پوهیږم ؛ یا خو به زه هوښیار وم او یا خو به مې مشر ورور ګوزاره راسره کوله ، ځکه سحر به چې له کلیو ښار ته زیات موټر تلل نو دا طرف به ماغوښته او کله به چې غرمه مهال له ښاره کلیو ته زیات موټر راتلل نو بیا مې هغه طرف غوښته ، هر وخت به مې له مشر ورور څخه موټر زیات وو . زمونږ په شان نور ماشومان هم وو چې خپل انتخاب موټر بس (ډبه) به یې په دې پیژانده چې په شیشو به یې شعر ، غوره وینا ، شعار او یا جالب نوم لیکلی و . کله چې بیا برې بښتونخوا ته راغلو نو بیا یې دلته بل ډول شعرونه او ویناوې ورباندې لیکلې وې . په دې کې ځینې داسې شعرونه او ویناوې هم شته چې ښه معنا هم لري او خلکو ته یو ښه ذهنیت ورکولی شي لکه :

ما په یوه داسې وطن کې زندګي کړیده

چې له لمونځونو نه مې زیاتې جنازې کړیدي

carځینې یې بیا غلطې معناوې هم لري لکه دا شعر :دغه لاندې بیت به ځینې عقیدتمندان په اسلامي لحاظ قوي بولي ، مګر دې ته یې پام نه وي چې عزرائیل خو له چا سوال ځواب نه کوي بلکې روح اخلي او مسلماني خو په انګریز او پښتون پورې نه ده ، حدیث شریف دی چې عرب په عجم او عجم په عرب غوره والی نه لري ، یوازې خبره په پرهېزکاري کې ده لکه دا بیت :

دقران خو دې یو ټکی په یاد نه کړ

عزرائیل په انګریزي کله پوهیږي

مونږ په دې پوه شو چې خلکو اوس وخت کې انګریزي ته مخه کړیده او قران ته یې شا کړیده ؛ خو دلته دابیت غلطه معنا لري ، شاعر وايي چې ( په قبر کې عزرائیل حساب ، کتاب او پوښتنې کوي ) ؛ نه بلکل داسې نه ده ؛ ځکه په قبر کې نکېر منکېر سوالونه کوي او عزرائیل یوازې د روح اخیستلو دنده پر غاړه لري او داسې هم نه ده چې نکېر منکېر له انګریزانو سره نه پوهیږي ، بلکې هلته هر څوک په عربي ژبه پوهیږي او غږیږي ، هغه که انګریز ، پښتون ، هندو ، فارسیوان او نورو ژبو واله دي . نن سبا چې څوک ایله دومره په لیک لوست پوهیږي نو یو څه له ځانه په رکشه (زرنج) موټر او کراچۍ باندې لیکي نور دا نه ګوري چې ددې پیغام ښه دی او که بد او یا څه معنا لري او که نه !؟ خطاط او کمپیوټر کار یوازې پیسو ته ګوري نور یې املاء او معنا نه ګوري . دا بیا نور هم په خلکو کې مشهور او پراختیا پیدا کړي .

یو مخ هم داسې نه چې ټول خراب شعرونه او ویناوې د موټرو پر شیشو لیکل کیږي . یو وخت مې داشعر ډېر خوښیده چې یوه ډول هنري چل پکې وینو :

ژبه دې شونډې ښکلوي شونډې دې خوله ښکلوي

په ځان میئنه وایه ستا مین به څه ښکلوي

اویا دا بیت :

چې په مکتب کې مو د رسم دمضمون ورځ راشي

زه پر تخته باندې ستا سترګې زما زړه وباسم

اوس وخت کې خو ډېری خلک داسې شعرونه او ویناوې په رسنیو کې تفریحي خپرونو ته دلیک او مسېج له لارې لیږي او دهر چا د لیک عنوان معلوم وي لکه دا بیت :

که امسا په لاس کې واخلې شې سپین ګیری

زه به بیا هم درته وایم چې جانانه

په موټرو تر ډېره ساده او نصیحتي شعرونه لیکل کیږي ، چې هر څوک ورباندې پوهیږي .

نن چې خاندې په خندا کې دې څه چل دی

ګني تا ماته په ژوند خندلي نه دي

ځینې موټروانان ډېر شوقیان وي او دمزدورۍ له وجې په تنهایۍ کې راګیر وي او داسې شعرونه ورباندې لیکي چې دزړه تاو یې پکې وتلی وي .

چې رقیب راته په سرو سترګو ژړیږي

خدایه داسې نازولی جانان راکړې

چې خاطر دې په کې خاورې شي خاطره

دومره مه کوه خاطر دچا دسترګو

ځينې موټروانان مسافر وي غټ موټر چلوي ، نو دتذکرې په ډول یې په شعر کې ځان معرفي کړی وي او وصیعت کوي چې .

دعزت په جنازه مې لاس اوچت کړه

مسافر یم بې وطنه مې ښخ نه کړې

ځینې ډېروران له مغزو نه ډېر تېز وي او دخپل مزاج شعر په موټر لیکي .

عاشقان به دې دښکلي حسن دېر وي

زه له ټولو نه اول یم په نمبر کې

په دې شعر کې ترافیک له سترګو سره څه دي !؟ خو په دې خاطر طنزیه شعر په موټر لیکي چې له دې وجې دچا مینه ور سره پیدا شي .

دتورو سترګو لیسان جوړ کړه

په خوست بازار کې ترافیک وتلي دینه

داسې شعرونه هم شته چې اصل یو ډول وي خو ورسته نور ډولونه او ډرامې پسې جوړې شي لکه لاندې شعر .

زړه مې راته وایي چې له ښکلو کرایه مه غواړه

یو مې غریبي ده بل خوا ګاډي په کېشتونو دي

زړه مې راته وايي چې دا ټول ښکلي راجمع کړه

سیند ته یې ګوزار کړه عاشقان ترېنه بې غمه کړه

اکثره موټروانان نوي راوتي وي سختې ورځې یې نه وي لیدلې ، نو که له کوم موټروان نه په تیزۍ سره مخکې کیږي ، ددې په خاطر چې له چا نه په خوله بښنه وغواړي ، په شا شیشه باندې یې لیکلي وي چې :

په غلط کراس مې خفه نه شې

په ما ناوخت دی دجانان دیدن ته ځمه

اکثره موټروانان بې سواده وي او بل چا ته وایي چې یو شعر خو په موټر راته ولیکه .

دا خو زه دستا دحسن احترام کړم

ګني وګوره ایینې ته وخت دې تېر دی

په افغانستان کې دکفر او اسلام دجنګ له اغیزه په شعرونو کې هم تاثیر ګډشوی دی او عام خلک هم پخپله عقیده سر شیندي .

هر څه راته وایه خو اسلام ته مې څه مه وایه

دا مې له اغیارو نه په سرو وینو ګټلی دی

ځینې داسې موټروانان دي چې حوصله نه لري ، که څوک ورته ووایي په موټر کې کیسټ مه غږوه او لږ ورو ځه نو دی نور هم پسې تېز شي ؛ خو ما پخپله دداسې خلکو لپاره ډېره ښه خبره زده کړیده ، زه ورته وایم : لکه چې موټر دې نوی لیدلی ځکه یې تېز بیایې ، نو ده ته هم پیغور ودریږي بیا یې تېز نه بیایي .

مونږ په رضا کیسې منو دچا غوسې نه منو

زمونږ پخپله سترګې سرې دي سترګې سرې نه منو

دځینې موټروانانو یو څوک مخاطب وي او دموټر په شیشه دشعر په ژبه اشاره ورته کوي .

غیرتي سړی دبل په غم اخته وي

بې غیرتو دلګانو مزې وکړې

ځینې شعرونه ماته هم نه دي معلوم او نه موټروانو ته معلوم وي خو دخپل مین زړه اواز یې پکې ویستلی وي .

په رضا در سره تلم بنګړي دې مات کړل

اې بې ضبره زوروره زور دې کم شه

ځینې شعرونه له موټر سره هیڅ تړاو نه لري خو یو چاته هدیره ور په زړه کوي :

په مزار مې داسې چپ ولې تېریږې

تورې خاورې خو اواز کولی نه شي

او کله کله چې کوم شعر ډېر مشهور شي نو مینوال یې په څو ډو له اړوي او اخېر ریشخند شي ، دغه شعر هم څو ډوله ویلی شوی دی :

یار نه مې تپوس وکړ چې دګل دګلاب پېژنې

شین شو له خندا نه په سرو شونډو یې ژبه تېره کړه

یار نه مې تپوس وکړ چې مینه راته وښیه

شین شو له خندا نه سرو لمبو ته یې ګوته ونیوه

او یا لکه داشعر :

تا چې ګودر کې له کمر خطا کړ

دا زړګی و څه منګی خو نه و

تا چې پرې یو درجن مییخونه وهل

ظالمې زړه وو څه څپلۍ خو نه وه

تا چې کوڅه کې پسې سپي ویشکي کړل

دا خو مین و مسافر خو نه و

دغه شعر مې دګران ملګري خیال حیدرخېل په موټر ولیده چې لوفرو ته پکې ښه پیغام پروت دی :

خدایګو راته بد ښکاري شرمیږم پرې

څوک چې له ټوپک سره انځور اخلي

دا سې شعرونه هم نوي مینو ته ډېر په زړه پورې وي او ځینو لویو شاعرانو ته هم تېر وختونه ور په زړه کوي :

سترګې خو به وتړم په زړه باندې به څه وکړم

چا دي منع کړي پتنګان له بلو شمعې نه

ځینې خلک په موټر یا زرنج باندې ښې جملې لیکي او که داسې ښې ، ښې جملې دود شي دا به نور خلک هم وهڅوي ، تر څو دوی هم په خپلو موټرو دې ته ورته شعارونه ، شعرونه او جملې ولیکي ، ځکه موټر هر ځای کې خلک ویني او هغه څه چې ور باندې لیکلي وي لولي یې لکه داجمله :

خوب وکړه چې ښکلی شې

او یا دا چې :

یار ته مې درې لویشتې سلام دی .

همدغه سلسله یو بل ته دټلیفون له لارې ان تر کراچې ، موټرسایلکل او باسیکل پورې دوام پیدا کوي او دهر موسم غوښتنې په پام کې نیسي . په یوه بایسکل یې لیکلي وو :

غماز کېچ اوټ .

مېس فلډېنګ .

ځینې خلک بیا چې څه په خوله کې خوند ورکړي هغه لیکي لکه :

ته غلی شه زه خپله خفه یم .

مین سړی یم کله چېرته کله چېرته پروت یم .

ډبل شاه ښه دې خراب کړو .

زهر قاتل تڼی به منې .

صوفي خښته واچوه جوت (ښکاره ) پې ګرم یې .

ځینې بیا دسندرو بېخ او سروکي په موټر لیکي :

اخ جانان مې لاړو .

ماله چل نه راځي .

دوخت مطابق هم ځینې شیان رواج پیدا کوي ، د ۱۳۹۳ کال انتخاباتو لانجې ګل مرجان ډېر مشهور کړ او دغه نوم بیا دماشومانو ادبیاتو ته هم لاره پیدا کړه ، یوه ورځ په کلي کې روان وم چې ماشومانو دا سندره ویله :

ټل ته درته لاړ شم درته رابه وړم بنګړي

ګل مرجان یې نه مني .

او یا یې دا شعر په موټر لیکلي وي :

په حال مې ورحمیږئ زړه مې پسې وران دی

نه یې مني ، عالمه یار مې ګل مرجان دی

ځینې خلک بیا له سریالونو نه متاثېره وي او څه یې چې بیګا په ډرامه کې لیدلي وي ، هغه بیا سبا په موټر لیکي لکه :

زه په تا ګران نه یم ؟

سمه ده رئیسه

او یا دا جمله :

ګټل او بایلل مهم نه دي ، دا مهمه ده چې مونږ سره یو ځای یو .

په کوزه پښتونخوا کې هم دا دود شته او دخپل زړه خبره ښکاره په موټر لیکي لکه :

ژاړه مه بیا راځم

او ځینې بیا چې په بله ژبه پوهیږي ، لکه د اردو دا جملې :

نصیب اپنا اپنا

دعا کی ما ، جنت کی هوا

په پاکستان کې به چې شاته موټر راته نو دخبرتیا لپاره به یې یوه ښه ټالۍ پکې نسب کړې وه چې په کې ویل کیده به :

توړو ، خیال کوه ګاډی وروسته راځي ، توړو ، خیال کوه ګاډی وروسته راځي. ههه

اوس دځینو چټیاتو مخنیوی هم په دې نظام کې مشکل دی ، ځکه دولت چې دتورو ښيښو په سپینولو کې پاتې راغلي نو په دې هنري او علمي کار کې به څه توره وکړي ، ګني بهتره خبره داده چې ترافیک او یا داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځینې خاص کسان ددې لپاره وګوماري چې چېرته خرابه وینا او شعر په موټر او موټرسایکل ویني صفا یې کړي ؛ ځکه ټولنه چې په ذهني لحاظ تربیه نه شي نو یوازې په کوتک او ټوپک هم نه اصلاح کیږي او درسنیو مسؤلینو ته هم په کار ده چې په دې اړه وخت پر وخت خپرونې جوړې کړي . اوس خو حتی په دولتي موټرو (بیت المال) رینجرو هم نه یوازې چټیات لیکل شوي بلکې بوټونه او څپلکې یې پسې ځوړند وي ، تاسې داهم ولولئ :

زه یم رینجر غواګۍ کروزر به رانه مخکې نشي

دوی چې ګردېز ته رسي زه به په کابل کې یمه

ههههه ماته هغه ټوکه رایاد شي چې وایي : (( یوه سړي په غله پسې منډه وهله ، له غله مخکې شوی و )) یعنې سړي خو فکر کاوه چې دمنډې سیالي ده ههه . تاسې فکر وکړئ چې د رینجر وطیفه پښې سپکول دي او که یو څوک به رانیسي ؟؟ .

ځینې ترانسپورتیان ښه شوقیان هم وي خو دغریبۍ په پلمه چاته پیسې هم پریږي ، (زړه یې هم کیږي او ساړه هم )

ګټه پکې نشته هسې ښکلي پکې وړو راوړو

هسې خلک وایي چې رکشې واله مالداره شو

ځینې خلک هغه پخوانۍ سندره غږوي او وايي چې افغانستان ستن جوړوله خو ورنه مېخ شو ههه.

جاپان ته وګوره لارۍ جوړوي

افغان جاپان دي په یوه ورځ ازاد

افغان تر اوسه بخارۍ جوړوي

په دغو ښو ویناوو کې دا هم ډېر ښه پیغام لري چې په ننګرهار یې په یوه رکشه لیکلي وو :

د واکسین دوه څاڅکي ستاسې ماشومان له معیوبیته ساتي ، زه یو رکشه چلوونکي یم او د پولیو له منځه وړل زما دنده ده .

نور بیا …

2 thoughts on “په موټرو لیکل شوي شعرونه او جملې/ محمدرحیم سکندر”
  1. خیر ویسې سکندر با چا چې ایله دي د پښتو شعر د سرخوړلواستا دا نو انشا پردارۍ نه لږ خلاص کړم. . پس له ډیره وخته مې د نوي ادب، د خلکو د ادب نمو نې ولېدې. یوه سړه تازه و ږمه دې را باندې و چلو له. کاروان صیب ته دې سلام وي خو اوس یې تخبل یو څه سو لېدلی ښکاري. کشکې پښتانه شا عران پلرنې شډل انڅور ګرۍ ته ستا نه شي. دکاروان بچي به زه وایم اوس نه اوښ پېژني نه څېړۍ مګر په دغو ساده او ډیر کله بې وزنه اشعارو کې چې سکندر صیب راوړي، هما غه خوند شته ، خو اوس یې د اوښ او کوچا نو ځای مو ټر او غواګۍ نیولی. چا کوچې کا بلي ته لور ورکړې وه. څو کاله پس یې چې لور کاله ته بیوله په لار کې تجلۍ پاس غره ته و کتل پلار ته یې وویبل: با با لک لک چي ا س؟ پلار یې وویل: بچۍ این لمنځې ځڼغوزي است. څو کاله پس به د پښتنو هما حال وي. . .

  2. هسې خو ترافیک باید اجازه ورنکړي چي د موټرانو تر شا داسې شعرونو او لیکونه ولیکل شي ځکه چی د ټکر خطر لري. خو بیا هم که چیري مخه یی نه نیول کیږي نو زما په نظر راسئ تر دې هر څه شعرونو او لیکنو څخه تیر شئ فقط هر موټردار دې د خپل موټر په هینداره باندې د اساسي قانون یوه یوه ماده ولیکي دا به زموږ د ټولو افغانانو په ذهنیت مثبت تاثیر کړی وي او عامه پوهاوي به مو ډیر شوی وي.
    یادونه: په لیکنه کي یو ځای اردو جمله ( دعا کی ما، جنت کی هوا) لیکل شوېده چي دا سمه جمله نه ده بلکه سمه یی داسې ده
    ما کی دعا، جنت کی هوا
    هیله ده اصلاح شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *