خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-٧-٦

کندهار افغانستان- تېره ورځ ماځيګر مهال څو تنو وسلوالو مخالفينو چي غوښتل يې له چاودېدونکو توکو ډک موټر دښوراوک ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته انتقال کړي، ورباندي چاودلی او په ترڅ کي يې اوو تنو وسلوالو ته مرګژوبله اوښتې ده.

ياده پېښه چي له ښه مرغه د وسلوالو طالبانو ورهاخوا پکي عامو خلکو او افغان امنيتي ځواکونو ته هيڅ مالي او ځاني زيان نه دی اوښتی په ترڅ کي يې درې وسلوال وژل سوي اوڅلور نور ټپيان سوي دي.

بل خوا د کندهار ښار د درېيمي امنيتي حوزې په مربوطاتو کي تېره شپه نهه نيمي بجې د وسلوالو مخالفينو د جنګي او تروريستي ګروپونو دوه تنه له ځينو وسلو سره يو ځای ونيول سول. له يادو کسانو سره يو ميل کلاشينکوف ٣ ميله توپنګچې، ١٠٠ فيره د کلاشنکوف مرمۍ، ٦٠ فيره د توپنګچې مرمۍ، ١٥ دانې د ماين کانچې، دوه ريموټ کنټرولونه او دوه لاسي بمونه د افغان امنيتي ځواکونو له خوا ونيول سول.

دې ته ورته افغان امنيتي ځواکونو په ارغنداب او ارغستان ولسواليو کي درې د وسايطو ضد ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *