د ميدان وردګ ولايت له سلو څخه زياتو شاعرانو د وري يا حمل په شپږويشتمه نېټه په مرکز ميدانښار کې پسرلنۍ مشاعره وکړه.
په دغه مشاعره کې ځوانو او تنکيو شاعرانو لخوا د مينې ، ورورولۍ ، سولې او دپسرلي د طبعي ښکلا او د وردګو او ميدان د شنوباغونو په اړه مستې ترانې او ښکلي غزلونه ووېل شول چې د ګډونوالولخوا په چکچکو بدرګه کېدل.
دغه مشاعره چې د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا په لاره اچول شوې وه پر هغو مشاعرو سربېره وه چې د نرخ، سيداباد او چک په ولسواليو کې د پسرلي په اړه تر دې وړاندې په لار اچول شوې وې.
د مشاعرې يو تن ګډونوال محب الله ارمل ياده مشاعره ګټوره وبلله او زياته يې کړه چې ددا ډول مشاعرو په لاره اچول په ځوانانو کې د شاعرۍ استعداد پياوړى کوي او وولسونه سولې ته هڅوي.
يوبل شاعرعزيزرحمن خليل زوى ووېل: که دا ډول مشاعرې دوام وکړي نود ميدان وردګ ولايت به د شعر او شاعرۍ په ډګر کې يو مخکښ ولايت شي، خليل زوى ووېل د دې ولايت خلک ښه استعداد لري چې د مشاعرو او ادبي غونډو په داېرېدا سره په ځوانانو کې دهغوى پټ استعدادونه راتخڼيږي اوشاعرۍ ته مخه کوي.
په ميدان وردګ ولايت کې په کوچنيو او سيمه ييزو مشاعرو سربېره د مڼې ګل دوديزه مشاعره هم هرکال په دې ولايت کې په پوره شور او زوګ سره د دې ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست اوفرهنګپالو شاعرانو په ګډه همکارۍ په لار اچول کيږي چې د هېواد له لر او برڅخه پکې شاعران بېلابېل شعرونه وايي.
د يادونې ده چې پر مڼې ګل دوديزې مشاعرې سربېره د اطلاعات اوفرهنګ په رياست کې هره مياشت د مڼې ګل ادبي بهير هم په لار اچول کيږي، چې ورسره په دغه ولايت کې د شعر او شاعرۍ سره د ځوانانو علاقه زياته شوې ده.