په ميدان وردګ ولايت کې د ښځو د جنسي ځورونې پرضد د يو بليوني پاڅون او تاوتريخوالي نړيواله ورځ ولمانځل شوه.

په دغه غونډۀ کې چې د اوويک موسسې په همغږۍ د ښځو چارو په رياست کې جوړه شوې وه ګڼ شمېر لوړ پوړو چارواکو، ځوانانو ، ديني عالمانو او دمدني بنسټونو مسئولينو برخه درلوده.

په غونډه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په ځانګړي توګه د ښځو د جنسي ځورونې د مخنيوي په اړه هر اړخيزې خبرې وشوې اود ښځو جنسي اذيت يې د انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل وباله.

د ميدان وردګو ولايت د استيناف څارنوالۍ رييس نيازمحمد نيکياد ووېل:د اسلام دين د عدل او مساوات دين دى او د جنسي ځورونو پرخلاف هر ډول اعمال غندي ، نوموړي ووېل عدلي اوقضايي ارګانونه به د جنسي ځورونود عاملينو په جزا کې هيڅ ډول مصلحت په پام کې ونه نيسي. د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ مختار ووېل: (( د ميدان وردګ ولايت خلک خپل بډاى فرهنګ او اسلامي ارزښتونوته د درناوي له مخې ښځو ته زيات درناوى لري چې له امله يې په دغه ولايت کې د جنسي ځورونې پېښې نشته، نوموړي زياته کړه تر اوسه په دې ولايت کې ځکه د هېڅ ډول جنسي اذيت رپوټ نه دى ورکړل شوى چې خلک يې بډاى اسلامي کلتور لري او د اسلامي لارښونو ته عقيده لري ، مختار ووېل که خلک خپل افغاني فرهنګ وساتي، د پرديو کلتور تر اغيز لاندې رانه شي او ښځې اسلامي حجاب مراعات کړي او د اسلام په لارښوونو عمل وکړي د هيڅ ډول جنسي ازار پېښه به رامنځته نشي. د ښځو چارو رييسې وحيدې ښکلې ووېل: هره ښځه موريا خور ده او د اسلام دين د خويندو او مورګانو ته د درناوي کولو حکم کړى دى، اغلې وحيدې ووېل خوشحاله ده چې په دې ولايت کې د جنسي تيري پېښې نه دي ثبت شوي..

د پوهنې رييس فضل الرحمن طارق ووېل که اسلامي دعوت وشي او په ښوونځيو او ديني مدارسو کې د ديني زده کړو زمينه زياته شي د هر ډول اذيت مخه به ونيول شي.

په دې غونډې کې همداراز د امر بابا د مدني بنسټ استازي، د حج او اوقافو رياست د نشراتو مسئول قاضي همايون رائف، داوويک مسئولينو خپلې ويناوې وکړې او د يوه پرېکړه ليک په صادرولو يې له ديني عالمانو، رسنيو او لوړ پوړو چارواکو وغوښتل چې د ښځو د جنسي ځور په اړه عامه اذهان روښانه کړي او د دې ناوړه پديدې مخنيوى وکړي.

ديادونې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد د شمال او لويديځ څخه د ښځو د جنسي ځور بوږنوونکي رپوټونه په رسنيو کې خپاره شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *