خوشال بابا فکري بهير يو داوطلب علمي بهير دی چې له څو کلونو راهيسې هره اونۍ په منظم ډول غونډې کوي او پکې ګډونوالو ته چې ډيری برخه يې ځوانان دي علمي موضوعات وړاندې کېږي. د خوشال بابا فکري بهير غونډې تېره اونۍ له ۱۲۰ واوښتې چې تر دمګړۍ پکې له سلو زيات کتابونه د هغو د ليکوالانو او ژباړنانو لخوا معرفي شوي او له ۱۵۰ زيات علمي پريزنټېشنونه او لکچرونه پکې وړاندې شوي دي.

د خوشال بابا فکري بهير د غونډو جوړښت داسې دی چې لومړی پکې د قران کريم څو مبارک آیاتونه تلاوت کېږي، وروسته یو حدیث شریف او د هغو ژباړه وړاندې کېږي. ورپسې یو ليکوال او يا ژباړن خپل وروستی چاپ ليکلی او يا ژباړلی کتاب معرفي کوي. د غونډې په بله برخه کې يو علمي پريزنټېشن او يا لکچر وړاندې کېږي. د غونډې يوه برخه اغېزناکې لنډې وينا ته ځانګړې شوې او کله ناکله ځانګړېې غونډې هم جوړوي.

2د خوشال بابا فکري بهیر کې بېلابېل ډوله ګډونوال؛ نارينه ښځینه، ځوانان او مشران او د بېلابېلو علمي سطحو لرونکي برخه اخلي.

له دې وړاندې په ننګرهار، خوست او هرات ولايتونو کې د خوشال بابا فکري بهیر اونيزې غونډې هم په عيني جوړښت سره پیل شوې وې او ټاکل شوې ده ډېر ژر دا لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *