خبرپاڼه
مسلسله شمېره: ١٧٢
نېټه : ١٣٩٣-١-١٤
کندهار، افغانستان- نن غرمه مهال د کندهار په ميوند ولسوالي کي د ماين چاودنه سوې، چي پکي څلورو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ميوند ولسوالي په آخندزاده سيمه کي پر تراکتور باندې د يوه ښخ کړل سوي ماين چاودنې له امله درې تنه عام وګړي شهيدان سوي او يو بل تن ټپي سوى دى. ټپي سوى کس ژر تر ژره د درملني په موخه روغتون ته لېږدول سوى دى.
دغه مځکنى ماين د وسله والو طالبانو له لوري ښخ سوى و، چي يو ځل يې بيا عامو خلکو ته زيان ورساوه.
وسله والو د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړى دى. دوى هر کله هڅه کړې، چي عام خلک په نښه کړي. دوى نه يوازي د افغان حکومت په وړاندي جنګېږي، بلکي له عام ولس سره هم جګړه کوي. افغان امنيتي ځواکونه هر کله د دوى د شومو اهدافو مخه نيسي او خپل غيور ولس د دوى له ظلمه خلاصوي.