نن د دوشنبې ورځ له غرمې وروسته د مټاخان ولسوالۍ اړوند د ابراهیم کاریز په سیمه کې دملي اومحلي پولیسوپه ګډو عملیاتو کې (۴) تنه وسلوال مخالفین ووژل شول،(۲) عرادې موټرسایکلونه او یوشمیر وسلې اومهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلل .

د پکتیکا ولایت امنیتي ځواکونو د همغږۍ ګډ مرکز د معلوماتو له مخې وسلوال مخالفین د مټاخان ولسوالۍ په ملایانو سیمه کې پرامنیتي ځواکونو د برید په موخه راټول شوي وو، چې د ملي اومحلي پولیسو لخوا پرې عملیات ترسره شول اونښته رامنځته شوه،نښتې دوه ساعته دوام وکړ،چې په نتیجه کې یې څلورتنه وسلوال مخالفین ووژل شول،(۲)عرادې موټرسایکلونه،(۲) میله کلاشینکوفونه،شاجورونه اویو دانه دماین ریموټ کنټرول کوونکی میګر دامنیتي ځواکونو لاسته ورغلل،همدارنګه دیوتن وژل شوي وسلوال جسد هم دملي پولیسو لاسته ورغلی اوامنیه قوماندانۍ ته راوړل شوی دی.

دګډمرکز دمعلوماتو له مخې په دې نښته کې ملي اومحلي پولیسواو همدارنګه عامو وګړوته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *