(په مټ) يو استعاري سربلي ترکيب دى. استعاري ورته په دې وايو، چې (مټ) پکې په لغوى مانا نه، مجازي مانا کارېدلى او د لاس د يوې برخې پرځاى پکې د وسيلې مانا ښندي.
ښايي له دې ”په خپل مټ مې ګټلې ده” لغوى مانا راوتى وي.
داسې نورې ډېرې کلمې هم په ژبه کې شته، چې قاموسي مانا يې يوه وي؛ خو په مجازي مانا ډېر کارېږي. د ځينو کلمو مجازي مانا کله دومره عامې شي، چې لغوي مانا يې پاتې شي، بيا ىې همدا لغوى مانا شي.
(په مټ) چې له (په) سربل نه جوړ دى، سربلي ترکيب ورته وايي، چې بشپړه بڼه يې (په مټ سره) ده؛ خو (سره) پکې عموما نه کارېږي.
پخوا چې عربي او دري معتبرې ژبې ګڼل کېدې؛ نو ليکوالو يې په تقليد کې (په وسيله) يا ځينې نور ترکيبونه کارول او اوس چې خپلې ژبې ته ترجيح ورکوي، پرځاى يې (په مټ) کاروي.
ځينې خو يې ان (پر مټ) ليکي، چې د (په مټ) مجازي مانا ورسره ختمېږي، ځکه چې يواځې (په)- چې (سره) يې رانه شي- د وسيلې مانا ښندي او (پر) استعلايي.
يواځې (په) چې د وسيلې مانا ښندي، بيا نو (په مټ) ته اړتيا نشته او په ډېرو ليکنو کې مو که (په مټ) ځاى (په) ته ورکړ، درمعلومه به شي، چې هسې اضافي و.
په داسې ځايونو کې چې (په) د (په مټ) مانا ښندلاى شي، (په مټ) په سبک کې تصنع او پېچلتيا پيدا کوي او په جمله کې مانيز ځنډ پېښوي. له دې نه ښکاري، چې موږ کله ناکله ناارادي خپله ژبه او خپل سبک پېچلى کوو.
ارشاد رغاند په دې اړه په فيسبوک کې څو بېلګې راوړي، چې ما ته پکې (په مټ) همداسې زياتي ښکاري. زه يې دلته لومړى ناسمې بڼې ليکم:
د کامرې پر مټ مې تصوير واخيست.
د موټر پر مټ ورسېدم.
د ورور پر مټ مې مکتب ووايه.
سمې بڼې:
په کامره مې عکس واخيست.
په موټر کې لاړم/په موټر کې ورغلم/
ورور راباندې مکتب ولوست/ د ورور له برکته مې مکتب ولوست.
نورې بېلګې هم شته. مثلا:
د کندهار په ميوند کې دوه سرتېري د درازکوف په مټ ووژل شول.
د ډرون په مټ اخيستل شوي زړه راښکونکي تصويرونه
چې سمې بڼې به يې دا وي:
د کندهار په ميوند کې دوه سرتېري په درازکوف ووژل شول.
په ډرون اخيستي زړه راښکونکي تصويرونه
خو که د وسيلې ښوول موخه و؛ نو بيا د (په مټ) د کارونې اړتيا ثابته ده، ځکه چې په جمله کې ټينګار په هغه وسيله وي او همغه دجملې مهم جز وي. مثلا:
زياترو هېوادونو د علم په مټ پرمختګ کړى دى.
د کمپيوټري تذکرې په مټ هر کار شونى دى.
د پياوړي نظام او غښتلي اقتصاد په مټ له ګاونډيانو سره سيالي کېداى شي.
(په مټ) چې کاروو، ښه ده، چې د وسيلې اهميت ته وګورو. په لاندې بېلګه کې که د وسيلې يادونه ضرور نه وه، بيا داسې راځي:
د ګلبيدين نايب په شپږيزه افغانستان سيالي وګټله.
خو که پر (شپږيزه)ټينګار و، بيا يې داسې يادوو:
د ګلبدين نايب د شپږيزې په مټ افغانستان سيالي وګټله/د شاپور ځدراڼ د پينځو ويکټو په مټ افغانستان سيالي وګټله.
لومړۍ جمله داسې ساده هم ليکلاى شو:
د ګلبدين نايب شپږيزې سيالي وګټله.
خو دا جمله به ډېر نارسمي وي.
همداسې که په دې ځاي کې د (په مټ) پرځاى (په برکت) وکاروو، هم ورسره جمله ډېره نارسمي کېږي.
کله کله رسنۍ (په مټ) د پر بنسټ، په برکت، په ډاډ او داسې نورو سربلي ترکيبونو پر ځاى کاروي؛ خو د دې ټولو په ضمني ماناوو او کارونګ کې توپير دى . (پر بنسټ) يو څيز بنسټ کوي. مثلا: سياست د اقتصاد پر بنسټ کېږي. دلته (اقتصاد) د (سياست) بنسټ دى؛ خو که وليکم چې: ”سياست د پلان پر بنسټ کېږي” نو دلته مې (پلان) د سياست بنسټ ګرځولى، خو پلان د سياست يو جز دى.
(په برکت)له وسيلې سره عاطفي او مبالغي چلن ښيي. مثلا: د علم په برکت دې مقام ته راورسېدم. ښايي کله ناکله ترې طنزي استفاده هم وشي. مثلا: افغانستان د حامد کرزي په برکت دې ځاى ته راورسېد.
(په ډاډ) د اطميان ښکارندويي کوي او د ويرې پر وړاندې کارېږي. مثلا: امريکا د شمالي ټلوالې په ډاډ بريد وکړ/ مخالفان د خلکو په ډاډ بريدونه کوي.