تاند – په مکسیکو هېواد کې د ۷.۱ درجو سختې زلزلې ګڼ شمېر ودانۍ راونړولې او د لومړنیو راپورونو له مخې ۴۹ کسان یې وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
رسنۍ وایي، چې مرستندوی کارکوونکي د نړېدلو ودانیو چپه شوي دېوالونه لیرې کوي او د مړو شمېر ساعت په ساعت ډېرېږي.
تر دې ۱۱ ورځې مخکې د نننۍ زلزلې له سیمې رابوسو څخه خواوشا ۴۰۰ میله لیرې بله سیمه کې د ۸ درجو بلې زلزلې هم په مکسیکو کې خواوشا سل کسان وژلي وو.
ویل کیږي چې نن سې شنبه /د سپتمبر۱۹مه/ په مکسیکو کې د ۱۹۸۵ کال د هغې زلزلې ویر کېده چې زرګونه خلک په کې وژل شوي وو چې دا زلزله پېښه شوه.
له مکسیکو څخه خبري رسنۍ وایي، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې د ګازو نللیکې ماتې شوي او اورونه لګېدلي دي.
ویل کیږي چې په مکسیکو کې د نننۍ زلزلې د سیمې په ۲۵۰ کیلومترۍ کې د تېرې یوې پېړۍ په بهیر کې ۱۹ داسې زلزلې پېښې شوي چې زور یې ۶.۵ درجې یا تر دې زیات وو.