نن (یکشنبه) ماسپښین شاوخوا یوه بجه او پنخلس دقیقې د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې ملي امنیت ریاست ودانۍ ته څېرمه شپږ تنو ځانمرګو برید کوونکو چې یو تن یې د یوه ټونس ډوله موټر په وسیله برید ترسره کړ او پنځو نورو چې غوښتل یې په ولایت مقام او ځیني نورو ودانیو باندې بریدونه ترسره کړي،له بریدونو وړاندې د ملي امنیت ریاست د سرتېرو لخوا وژل شوي دي .
همدا راز په دغه پېښه کې څلور د ملي امنیت سرتېرې هم شهیدان شوي او د محافظت عامه یو سرتېری ټپي شوی دی .
په دغه پېښه کې چاودنې ته څېرمه او نږدې دولتي ودانیو کې یو سل اوشل ملکي وګړې ټپیان شوي هم دي،چې د زیات شمیر ټپیانو روغتیایي وضعه د ډاډ وړ ده .
په یاده پېښه کې د مرکز زیات شمیر تعمیرونو ته هم زیان اوښتی دی .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی چې دپېښې پرمهال د دغه ولایت د سولې په شورا کې د شهیدانو اونۍ د لمانځنې په تدابیرې غونډه کې بوخت وو،دغه برید په کلکو ټکو سره غندي .
نوموړی په پېښه کې د ملي امنیت ریاست ترڅنګ د ټولو امنیتی سرتېرو هڅي ستایي او شهید شویو سرتېرو ته دجنت الفردوس او ټپیانو ته دعاجلې روغتیا هیله کوي .
په درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر