په میدان وردګو ولایت کې یو سپورټي کمپلکس تر جوړېدو وروسته نن په یو لړ مراسمو کې پرانستل شو.

د لوبو دغه کمپلکس چې د دې ولایت په مرکز میدان ښار کې په دولس جریبه ځمکه کې د یو ایس آی ډي ادارې په دوه سوه اته څلويښت زره څلور سوه دوه دېرش امریکايي ډالرو په مالي لګښت د یوه کال په موده کې په اساسي ډول جوړ شوی ،نن پرانستل شو.

د وردک ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم په دغه کمپلکس کې د بېلابېلو لوبو لپاره د لوبغالو سربېره،چمن،د اوبو زیرمه،خونې، د نندارې ځایونه،پلې لارې،لمریزه برېښنا،تشنابونه او ځیني نور ضروري ملحقات شامل دي .

د کمپلکس د پرانستې مراسمو کې چې د دغه ولایت ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو برخه  درلوده،د میدان وردګ  والي عبدالمجید خوږیاڼي وویل: د لوبو د دغه کمپلکس پر جوړېد سربیره یې په میدان وردګ  ولایت کې یو بل جمنازیم او د کرکټ د یوه لوبغالي جوړېدل په پلان کې دي.

ده زیاته کړه : ځوانان باید  د دغه ولایت ټولو پارکونو او لوبغالو څخه په ښه توګه د استفادې اخیستلو ترڅنګ له دغو څخه ښه ساتنه هم وکړي، څو د دوی په سیمه کې د تفریحې او لوبو ځایونه د اوږدې مودې لپاره پاتې شي او ځوانان تر ډېرو پوري ترې کار واخلي.

د میدان وردګو ولایت ښاروال ښاغلي انجینر محمود امیري د خپلو خبرو پر مهال د یو ایس آی ډي له مرستې څخه چې د دغه کمپلکس په جوړېدو  کې یې کړې وه، مننه وکړه او ژمنه یې وکړه،چې په ښه توګه به ترې ساتنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *