وردک ولایت

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په اقچي په سیمه کې یو وسله وال طالب چې ذاهدالله نومیدو د حزب اسلامي ډلې لخوا تېره شپه وژل شوی دی،په همدې حال کې دوه وسله وال طالبان د جغتو ولسوالۍ په مردله سیمه کې چې غوښتل یې د سړک ترغاړي ماینونه ځای پرځای کړي د ملي اردو ځواکونو لخوا ویشتل شوي،چې له امله یې دواړه سخت ټپیان شوي دي .

بلخوا امنیتي ځواکونو د میدان ښار په سیاه پیتاب،سلمان فارس او بسراق سیمو کې تصفیوي عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې یو فیر د مزائیل مرمۍ،شپیته فیره د دهشکې مرمۍ،یوه دراکټ چانټه او لس د کلاشینکوف شاجورونه ترلاسه کړي،خو په تور یې څوک ندي نیول شوي .

په درنښت

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *