د میدان وردګو ولایت د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو د لسګونو قاریانو ترمنځ د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوې،چې په ترڅ کې قاري عطاالله د ۸۵ نمرو په تر لاسه کولو سره د دغه سیالیو لومړی مقام خپل کړ.
دغه سیالۍ چې د میدان وردګو ولایت په مقام کې ترسره شوې،په ترڅ کې دوه څلوېښت تنه قاریان په دې بریالي شول،چې د حسن قرائت د یادو سیالیو دویم پړوا ته لاره پیدا کړي .
په همدې اړه جوړه شوي کمیټه،چې قاري نذیراحمد،قاري نورالله،قاري فضل الحق،قاري شریف الله او قاري محمد اقا یې غړي وو،د سیالیو ګډونوالو د قرائت اوریدو وروسته به یې هغوی ته د غږ،تجوید،وقف ابتدا او لحن په برخو کې بېلابېلې نمرې ورکولې.
د سیالیو په ترڅ کې قاري عطاالله چې د سیداباد ولسوالۍ اوسیدونکی دی، وکولای شول،چې د یادو برخو څخه د ۸۵ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی،قاري محمد شیر د ۸۴ نمرو په ترلاسه کولو دویم او قاري شکرالله د ۸۱ نمرو په ترلاسه کولو سره دریم مقامونو ترلاسه کړل .
د جوړې شوي کمیټې غړي قاري نذیر احمد هلال وویل دوی د نمرو په ورکړه کې له پوره شفافیت څخه کار اخیستی .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاني د سیالیو لومړی،دویم او دریم مقام ګټوونکو او د کمیټې غړو ته نغدي انعامات او نورې برابرې شوې ډالۍ ورکړې .
ده د سیالیو نور ګډونوال هم بریالی وبلل او هغوی ته یې هم بېلابېلې برابرې شوي ډالۍ ورکړې او له دوی سره یې ژمنه وکړه،چې هڅه به وکړي،دغه لړۍ ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه، د دې ولایت غوره قاریانو ته به زمینه برابره کړي،ترڅو د نورو ولایتونو له پیاوړو قاریانو سره د حسن قرائت سیالۍ ترسره کړي .
د سیالیو لومړی مقام ګټوونکي شاوخوا دولس کلن قاري عطاالله د هغه د بریالیتوب راز نوموړی ته د کورنۍ ځانګړې پاملرنه او د استادانو هڅې وبللې او زیاته یې کړه دغه ډول سیالۍ به دوی وهڅوي ترڅو د قران کریم په ښه زده کړه کې نورې لاسته راوړنې هم ترلاسه کړي.
د میدان وردګو د علماؤ شورا رئیس مولوی عزیز الرحمن صدیقي او یو شمېر نورو د ولایت په کچه د حسن قرائت سیالیو جوړولو له امله د دغه ولایت د سرپرست والي څخه مننه وکړه .
ده زیاته کړه،دا لومړی ځل دی،چې د چارواکو له لورې د دوی ترمنځ د ولایت په کچه د حسن قرائت سیالۍ جوړیږي او د دوی په منځ کې غوره قاریان ټاکل کیږي .
دوی هم د دغه چارو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه د یني عالمانو ته د پاملرنې او له دوی سره د اړېکو د ساتلو له امله به د حکومت او ممبر اړېکې نورې هم پياوړي شي او شته فاصلې به لمنځه لاړې شي .
دوی ژمنه وکړه،چې د امن په تامین او سولې په ټینګښت کې به خپل حکومت سره یو ځای ګډې هڅې وکړي .
د یادونې وړده،تر دې وړاندې د میدان وردګو ولایت په سیداباد،نرخ او چک ولسوالیو کې هم د قاریانو ترمنځ د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوې وې .
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر