د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ په میدان وردګو ولایت کې د ولسمشر حامد کرزي په نوم د افغان ترک د ملګرتیا د ښوونځي له پرانېستلو سره په یو وخت په دې ولایت کې یو شمېر نورې مهمې ښوونیزې پروژې هم پرانېستلې.
د پوهنې وزیر د حامد کرزي لېسه، چې په دې وروستیو کې د ترکیې د بیا رغونې ټيم له لوري د پوهنې ولایتي مسوولینو ته سپارل شوې، رسماً پرانېستله او دا یې د یاد ولایت په پوهنیز ډګر کې لویه لاسته راوړنه وبلله.
د حامد کرزي لېسه د ترکیې د بیا رغونې ټیم لپاره په جوړه شوې ودانۍ کې موقعیت لري، چې تدریسي او د لیلیې بېلابېلې ودانۍ لري. ددې لېسې پر دواړو ودانیو ۳،۸ میلیونه ډالره لګښت راغلی، چې د ترکیې له لوري ورکړل شوي دي.
د لېسې تدریسي ودانۍ ۸ درسي ټولګي، د غونډو تالار، کتابتون، لابراتوار، کمپیوتر لب او د ۲۸ خونو لرونکې لیلیه لري، چې سلګونو کسانو ته په کې د درس امکانات برابر شوي دي.
د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ ددې لېسې د پرانېستې پرمهال وویل: «غواړم چې په دې هکله د دوست او ورور هېواد ترکیې د حکومت، ولس او په ځانګړې توګه د ترکیې د ولایتي بیا رغونې له ټیم او د افغان ترک د تعلیمي موسساتو له مسوولینو څخه مننه وکړم چې د میدان وردګو په ولایت کې یې د دې نمونوي لیسې د جوړېدو لپاره ښکلی تعمیر او تعلیمي خدمات زموږ ولس ته اهدا کړي دي.»
دغه راز ښاغلي فاروق وردګ په میدان وردګو ولایت کې د پوهنې وزارت له لوري د جوړو شویو هغو ۱۸ ساختماني پروژو پرانېسته هم وکړه، چې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی.
د پرانېستو پروژو له ډلې ۷ ښوونځي د بهسودو په لومړۍ حصه، ۴ ښوونځي په مرکز میدان ښار، ۳ ښوونځي په سیدآباد او یو یو ښوونځی په نرخ، جلرېز او بهسودو ولسوالیو کې موقعیت لري، چې په ۱۳۹۲ کال کې یې رغنیزې چارې بشپړې شوې دي.
ددې پروژو په اډانه کې ۲۲۴ درسي ټولګي او اداري خونې جوړې شوي، چې ددې ولایت نژدې ۱۰ زره زده کوونکو ته یې د زده کړو خوندي تدریسي چاپېریال برابر کړی.
د پوهنې وزیر په میدان وردګو ولایت کې د ۱۸ ساختماني پروژو پرانېستل ددې ولایت د تعليمي کچې د لوړوالي او پراختیا په برخه کې لویه لاسته راوړنه وبلله او ژمنه یې وکړه، چې په دې ولایت کې به د هغو ۱۸۳ ښوونځیو د جوړولو لپاره چې لاهم د زده کړو لپاره خوندي چاپېریال نلري، جدي هڅې وکړي.
د پوهنې وزیر د میدان وردګو له خلکو سره ژمنه وکړه، چې په روان کال کې به ددې ولایت ۲۰ نورو ښوونځيو ته نوې او عصري ودانۍ جوړې کړي، چې په دې کار سره به زرګونه زده کوونکو ته د زده کړو خوندي تدریسي چاپېریال برابر شي.
اوسمهال په میدان وردګو ولایت کې ۴۷۰ ښوونیزې موسسې فعالې دي، چې نژدې ۱۶۳ زره زده کوونکي پکې پر زده کړو بوخت دي. د میدان وردګو والي او سیمه ییزو وګړو په دې ولایت کې د پوهنې اوسنی حالت تاریخي وباله او د ۱۸ ښوونځيو پرانېسته یې نه هېرېدونکی پرمختګ یاد کړ.
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست