سرطان یوه ډیره خطرناکه ناروغې ده چې په عمومي توګه په میرمنو یا ښځو کې ډیر تلفات لری. د سینې سرطان په نارینه وو کې هم پيدا کیږي خو په ډیره کمه اندازه.

په دې بحث یا څیړنه کې د میرمنو په اړه خبري کوو،په دې برخه کې لومړی باید د اناتومي په اړه وغږیږو،په میرمنو کې سینه د شیدو له غدو څخه جوړه ده،هغه کارېز یا مجرا چې د سینې په سر کې ختمیږي یا پای ته رسیږي د سینې شاته هغه عضلات دي چې د شا له هډوکو سره اړیکې یا ارتباط لري

څنګه سرطان وده کوي

د ساینسپوهانو په وینا  یوه نورماله حجره د بهرنیو عواملو له امله په چټکې سره وده کوي چې یوه حجره په ډیرو حجرو بدلیږي او یوه غده جوړوي،وروسته د دې غړې جدار شلیږي یا له منځه ځي ،او سرطاني حجرې په وینه کې ننوځي،له دې امله چې وینه د انسان د بدن په ټولو برخو کې جریان لري، د بدن په نورو غړو یعني د بدن په نورو اورګانونو کې نورې غدې جوړیږي. سرطاني حجري هم د شیدو په غدو او هم د سینې په مجراوو کې وده کوي.

2
په دې وروستیو کې څیړونکو، د ډي ان ای DNA په اړه بشپړه څیړنه وکړه. دوی چې کله د یوه ناروغ یا مریض په بدن کې یوه نورماله حجره او یوه سرطاني حجره ولیده، په دې پوه شول چې تقریبا په سرطاني ډولونو کې ټولې حجرې د دې فکټورونو ۹ ډوله جوړوي،او همدا څیړنه ښيې چې دغه فکټورونه د هر کس په ډي ان ای DNA کې شته،او د بهرنیو عواملو لکه، د راډیو اکټیف وړانګې، د هوا ککړتیا، خراب خوراکي توکي او نورو عواملو له امله دغه فکټورونه فعالیږي.
په امریکا کې د څيړنو د ملي مؤسسي پخوانی مدیر داکټر فرانسیس کالینز، د سرطان په څیړنو کې دغه مطالعه یو مهم بدلون په ګوته کوی ،او درې ډوله فکټورونه (عوامل) یې د تومور د ځپني په موخه د جینونو مسؤل یاد کړي دي او څلور ډوله جینونه د سرطان په وده کې مهم رول لري.


عالمان په دې اند دي، په سرطان د اخته کیدو د څلور فکټورونو هغه درې مسؤل ځپونکي فکټورونه چې د سرطان سبب کیږي، کولای شو له هغې څخه د سرطان د ناروغۍ درمل جوړ کړو څو د سرطان د له منځه تلو لامل شي.
د مخنیوي لارې چارې

د یادونې وړ ده، هره ښځه (میرمن) باید د ځان وینځلو یو حمام په وخت کې د خپل لاس په وسیله د خپلې سینې شاوخوا سیمې لمس کړي، که کومه غوټه لمس یا احساس کړي نو سمدستي دې ډاکټر ته مراجعه وکړي، او که د دغې ناروغۍ ژر درملنه وشي علاج یې شونی دی.


دغه راز د فرانسي د ستراتسبورګ ښار د یوه پروفیسر په وینا د دې ناروغۍ د مخنیوي ښه لار دا ده چې غوښه او بوره لږ وخوړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *