د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه کمیټې نننۍ پریکړې پر بنسټ په میلیون جام سیالیو بندیز ولګید. د لګیدلي بندیز لاملونه له مالي بحران سره د میلیون جام سیالیو مخ کیدل، د کرکټ بورډ دوه کلنو مالي حقونو نه ورکول، د بازارموندنې په فعالیتونو کې د کرکټ بورډ او ملي لوبغاړو له اجازې پرته د لوبغاړو انځورونو او نومونو کارول او پر ټولو سربیره د سیالیو تنظیم او په بریالۍ توګه پلي کولو لپاره د مدیریت نشتوالی او ګڼ شمیر نورې ستونزې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییه کمیټې پریکړې له مخې د کورني کرکټ او ملي لوبډلو هیڅ لوبغاړي په میلیون جام سیالیو کې د لوبیدو اجازه نه لري او د میلیون جام له مسئولینو غوښتنه کوي څو د کرکټ بورډ حقونه ډیر ژر دغې ادارې ته وسپاري ګنې د ادارې له لوري به له قانوني چلند سره مخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *