تاند- یوه غیرحکومتي ټولنه وايي چې په تېره (مې) میاشت کې په افغانستان کې لږترلږه ۵۲۰ تنه ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د ملکي وګړو د خوندیتو او عدالت غوښتنې ټولنې نن/شنبه/ په خپل میاشتني راپور کې وویل، تېره میاشت په افغانستان کې ۱۸۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳۷ نور ژوبل شوي دي.
دې ټولنې تر دې پخوا ویلي و چې په اپریل میاشت کې ۱۸۸ ملکیان وژل شوي او ۳۹۶ نور ژوبل شوي دي.
د دې ټولنې په وینا په تېره مې میاشت کې په افغانستان کې د انتحاري حملو، بمي چاودنو، هوايي او راکټي حملو په ګډون ۶۰ پېښې شوي دي.
دوی وايي چې تېره میاشت تر ټولو زیاتې مرګ ژوبلې په ننګرهار، کندهار او خوست ولایتونو کې اوښتې دي خو په ورتېره میاشت (اپریل) کې تر ټولو زیاتې مرګ ژوبلې په کابل کې شوې وې.
په ننګرهار کې، چې تېره میاشت یې تر ټولو زیاتې مرګ ژوبلې لرلې، ۲۸۲ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د ملګروملتو د مرستندوی دفتر یوناما د معلوماتو پر اساس د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۷۶۳ افغان ملکیان وژل شوي او ۱۴۹۵ نور ژوبل شوي دي.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ټولنې د افغانستان له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د روژې په احترام د دې میاشتې په پاتې ورځو کې اوربند وکړي او ملکیان پرېږدي چې روژه له امنیتي ستونزو پرته تېره کړي.
Responsible for all such cases in Afghanistan is the Khalq and Parcham parties. Because this great game was started by them and followed by religious mads.