تاند- په ملګروملتو کې د بریتانیا سفیر پرون /پنجشنبه/ د افغانستان په اړه د امنیت شورا درې میاشتني بحث ته په وینا کې وویل چې له ټولو افغان خواوو غواړي چې د افغانستان د خلکو د ګټو لپاره په ګډه کار وکړي.
سفیر لایل ګرانټ د افغانستان په اړه د امنیت شورا درې میاشتني غونډې ته د یان کوبیش د راپور له وړاندې کېدو وروسته وویل، د ښاغلي یان کوبیش راپور وښوده چې د افغانستان وضعیت ښه نه دی نو پکار ده چې امنیت شورا د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ته کلک پیغام ولېږي چې په راتلونکو ورځو کې خپل اختلافات حل کړي او د ملي یووالي د حکومت د جوړولو په اړه خپله موافقه نهايي کړي.
په امنیت شورا کې د بریتانیا استازی همداراز وویل چې هیواد به یې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره تر راتلونکو درو کلونو پوري د کال تر سل ملیون ډالره زیاته مرسته وکړي.
د بریتانیا سفیر لایل ګرانټ د افغانستان په اړه د امنیت شورا درې میاشتنۍ غونډې ته وویل چې بریتانیايي پوځیان به له خپلو نړیوالو متحدانو سره د افغانستان د پوځي اکاډیمۍ له لارې د افغان ځواکونو روزنې ته هم دوام ورکړي.
ده دا هم وویل چې اوس په ټول افغانستان کې په سلو کې ۹۹ عملیات افغان امنیتي ځواکونه کوي او ورځ په ورځ یې فعالیتونه اغېزمن کېږي.
لایل ګرانټ دا هم وویل چې هیواد یې سږ کال په لندن کې د افغانستان په اړه یوه ګډ کنفرانس ته تیاري نیسي. د ده په وینا په دې کنفرانس کې به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د پیوستون نوې زمینې برابرې شي.
په امنیت شورا کې د بریتانیا سفیر وویل چې اوسنی وخت د افغانستان لپاره فوق العاده تاریخي شېبه ده. افغانستان په خپل تاریخ کې د یوې حقیقي تاریخې شېبې په غاړه دی، موږ په افغانستان کې له ټولو خواوو په کلکه غواړو چې د افغانستان د ګټو لپاره ګډ کار وکړي او له نړیوالې ټولنې تمه کوو چې د دوی ملاتړ وکړي.