تاند- په ملګروملتو کې د افغانستان استازی وايي، افغان حکومت به ډېر ژر د امریکا له متحدو ایالتونو سره یوه موافقه لاسلیک کړي چې پر اساس یې لږ شمېر امریکايي پوځیان د سږ کال له پای ته رسېدو وروسته پاتې شي.

په م.م. کې د افغانستان دایمي استازي ظاهر طنین دا خبره نن /دوشنبه/ د دې موسسې امنیت شورا ته په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د ده خبره د ولسمشر کرزي د شنبې د ورځې /مارچ۱۵/ له هغو څرګندونو سره په ټکر کې ده چې ولسي جرګې ته یې وویل، له امریکا سره به امنیتي موافقه ترهغو لاسلیک نه کړي چې امریکا لومړی په افغانستان کې سوله نه وي راوستې.

کرزي په زغرده وویل چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلی شي ځکه چې د ده په باور افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد امنیت په خپله ساتلی شي او اوس هم د ۹۳ فیصده خاورې امنیت افغان ملي ځواکونه ساتي.

خو طنین ویلي چې افغانانو د تېر کال په نوومبر میاشت کې په لویه جرګه کې امنیتي موافقه تایید کړه او ویې ویل چې له امریکا، ناټو او نړیوالې ټولنې سره د ستراتیژیکو اړیکو پر اهمیت باور لري.