تاند- په ملګروملتو کې د روسیې خاص استازی یا دایمي سفیر ویتالي چورکین نن /دوشنبه/ په خپل دفتر کې سا پرې کړه.

روسي چارواکو وویل ۶۴ کلن چورکین د سهار په نهه نیمې بجې په خپل دفتر (د نیویارک East 67th سړک) کې و چې د زړه حمله پرې راغله.

کریملین ماڼۍ وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چورکین د مړینې خبر سخت خوابدی کړ، ویې ویل چې نوموړی ارزښتناک دیپلومات و.

د روسیې د سفارت سرچینو د امریکا سي بي ایس تلویزیون ته ویلي چې له قلبي حملې وروسته چورکین د سفارت له لوري د نیویارک پریس بیترین روغتون ته یووړل شو او همالته یې سا ورکړه.

چورکین له ۲۰۰۶ م کال راهیسي په ملګروملتو کې د روسیې استازی و.

ټاکل شوې وه چې چورکین د سې شنبې په ورځ /فبروري۲۱/ ۶۵ کالیزه والمانځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *