د ارګون زون قومي مشران، مدني فعالان او ځوانان په ناامنه سیمو کې د نوم لیکنې حذف شویو مرکزونو په بیرته فعالولو ټینګار کوي.

د پکتیکا ولایت د ارګون زون ګومل،اومنه، نکه، برمل سروبي او زیړوک ولسوالیو قومي مشران، مدني فعالان او ځوانان په یادو ولسواليو کې د نوم لیکنې د حذف شویو مرکزونو د بیرته فعالولو غوښتنه غوښتنه.

دوی په خپلو سیمو کې د هغه مرکزونو د بیا فعالیدو غوښتنه کوله چې د ناامنۍ له امله حذف شوي دي.

پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د تحصن خېمې ته ورغی او له دوی سره یې د ستونزو پر حل خبرې وکړې.

ښاغلي وحدت وویل، په ټول توان هڅه کوي چې په یادو سیمو کې د نوم لیکنې مرکزونه فعال کړي او په وینا یې دا ستونزه یې په مرکز کې له اړونده مسؤلینو سره هم د هواري په موخه شریکه کړي ده.

درنښت

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *